د طالبانو پنجشېر والي د احمدشاه مسعود قبر لیدو ته ورغلی

د خپرېدو وخت

د پنجشېر لپاره د طالبانو حکومت والي محمد حسن هاشمي د پخواني جهادي قومندان احمدشاه مسعود قبر لیدنې ته ورغلی.

د باختر دولتي خبري اژانس د رپوټ له مخې ښاغلي هاشمي له قوله ویل شوي، چې هدف یې ''د هغو ګنګوسو ردول دي، چې ګواکې د احمدشاه مسعود قبر ته زیان رسېدلی دی.''

د روانې میاشتې لومړیو کې پر خواله رسنیو یوه ویډیويي کلیپ کې لیدل کېدل چې د پخواني جهادي قوماندان احمد شاه مسعود د قبر ځینې برخې ویجاړې شوې. د هغې ویډیو له خپرېدو وروسته په پراخه کچه غبرګونونه ښودل شوي وو.

د احمد شاه مسعود د ملګرو او پخوانیو جهادي مشرانو توند غبرګونونه هم رامخې ته شوي وو.

پخوانی جهادي مشر عبد رب الرسول سیاف پر ټوېټر لیکلي وو، د قوماندان مسعود د قبر ویجاړول د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف کړنه ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي وو "د افغانستان دوښمنان نشي کولی په دا ډول ناکامه هڅو زموږ ملي مشرانو ته سپکاوی وکړي".

اوس د طالبانو والي له قوله ویل شوي، چې د ښاغلي مسعود قبر خوندي دی او د امنیت لا ټینګښت په پار یې ساتندویان ګومارل شوي دي. نوموړی وايي، د قبر او شاخوا ساحې تنظیف لپاره هم کسان ګومارل شوي دي.

تېر کال هغه مهال چې طالبانو پر پنجشیر ولکه وکړه ظاهرا ځینو وسله والو د مسعود د مقبرې ځینو برخو ته زیان اړولی و.

هغه وخت د طالبانو ویاند خپل غبرګون کې وویل "دا ډول چلند د طالبانو سیاست نه دی" او په اړه به يې پلټنې وکړي.

قوماندان احمد شاه مسعود د اسلامي جمعیت په نوم ډلې اړوند قوماندان و چې ۸۰ کلونو کې د شوروي خلاف جهادي پېر او بیا وروسته په ۹۰ مه لسیزه کې کورنیو جګړو کې هم ښکېل و چې پلازمېنه کابل په ناترسه ډول ویجاړه او لسګونه زره ولسي خلک ووژل شول.

هغه د طالبانو خلاف د مقاومت جبهه چې شمالي ټلواله بلله هم رهبري کوله.

د ۲۰۰۱ کال په سپټمبر کې د افغانستان شمال کې د دوه مشکوکو عرب جنګیالو له لوري، چې ظاهراً د خبریالانو په پلمه ورغلي وو، په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو.

د حامد کرزي په مشرۍ حکومت هغه ته د ملي اتل لقب هم ورکړ او په تېرو شلو کلونو کې یې ډله ګري او پلویان په مهمو حکومتي څوکیو وو.