تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د احمد شاه مسعود د قبر ويجاړېدل؛ طالبان وايي د دوی د "ځواکونو له خوا د نړېدلو اوازې دروغ دي"
ګڼو افغان سیاستوالو هغه ویډیو غندلې چې ښيي د احمد شاه مسعود د مقبرې یوه برخه پکې نړېدلې.
پر خواله رسنیو یوې ویډیو کې ښکاري چې د پخواني جهادي قوماندان احمد شاه مسعود د قبر ځینې برخې ویجاړې شوي.
ورسره د هغه د ملګرو او پخوانیو جهادي مشرانو تند غبرګونونه هم رامخې ته شول.
پخوانی جهادي مشر عبد الرب الرسول سیاف پر ټوېټر لیکلي، د قوماندان مسعود د قبر ویجاړول د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف کړنه ده.
پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي "د افغانستان دوښمنان نشي کولی په دا ډول ناکامه هڅو زموږ ملي مشرانو ته سپکاوی وکړي".
د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني هم پر ټویټر خپل غبرګون کې لیکلي "د ملي اتل ارامګاه ته سپکاوی د طالبانو د کرکجنو سیاستونو نښه ده".
د احمد شاه مسعود یوه نژدې ملګري او د جمعیت ګوند غړي عبدالله عبدالله پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي "په ټینګار سره وایم چې د مشرانواو ملي څېرو درناوی ، ټولو قومونو ته په یوه سترګه کتل او د میرمنو عزت کول زموږ د دود برخه ده".
ښاغلي عبدالله ویلي په اوس کې تر هرڅه ډېر یووالي ته اړتیا ده.
د احمد شاه مسعود ګڼو پلویانو دا چاره غندلې او سپکوونکې کړنه یې بللې.
په پنجشیر کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریس نصرالله ملکزاده وايي د قوماندان مسعود مقبرې ټولې برخې روغې دي او هیڅ زیان ورته نه دی اوښتی هغه ادعا کوي چې خپره شوې ویډيو جعلي او د خلکو تش تبلیغ دی.
د طالبانو په حکومت کې د افغانستان دولتي خبري اژانس باختر هم د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد له نکله لیکي "د احمدشاه مسعود د قبر نړېدلو اوازې درواغ دي او د هغه پر ټکو اسلامي امارت خپلو سرتیرو ته اجازه نه ورکوي چې چاته سپکاوی وکړي".
خو په خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې د قبر یوه برخه مرمر مات شوي، که څه هم معلومه نه ده چې دا ویډیو کله ثبت شوې.
تېر کال هغه مهال چې طالبانو پر پنجشیر ولکه وکړه ظاهرا ځېنو وسله والو د مسعود د مقبرې ځینو برخو ته زیان اړولی و.
هغه وخت د طالبانو ویاند خپل غبرګون کې وویل "دا ډول چلند د طالبانو سیاست نه دی" او په اړه به يې پلټنې وکړي.
قوماندان احمد شاه مسعود د اسلامي جمعیت په نوم ډلې اړوند قوماندان و چې۸۰ کلونو کې د شوروي خلاف جهادي پېر او بیا وروسته په ۹۰ مه لسیزه کې کورنیو جګړو کې هم ښکېل و چې پلازمېنه کابل په ناترسه ډول ویجاړه او لسګونه زره ولسي خلک ووژل شول.
هغه د طالبانو خلاف د مقاومت جبهه چې شمالي ټلواله بلله هم رهبري کوله.
د ۲۰۰۱ کال په سپټمبر کې د افغانستان شمال کې د دوه شکمنو عرب جنګیالو له لوري په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو.
د حامد کرزي په مشرۍ حکومت هغه ته د ملي اتل لقب هم ورکړ او په تېرو شلو کلونو کې یې ډله ګري او پلویان په مهمو حکومتي څوکیو وو.