یوناما: د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې افغانستان کې ژورنالستانو سره د زورزیاتي له ۲۰۰ ډېرې پېښې ثبت شوې

د عکس سرچینه، AFP
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت دفتر (یوناما) وايي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست (د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې) افغانستان کې ورسره د ژورنالیستانو له حقونو د سرغړونو له ۲۰۰ ډېرې پېښې ثبت شوې دي.
یوناما دا خبره نن چارشنبه د نومبر ۲یمه د ژورنالیستانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت پایته رسېدو نړیوالې ورځې په مناسبت کړې ده.
دغه دفتر پر خپل ټویټر لیکلي د دوی لخوا ژورنالیستانو سره د زور زیاتي په دغو ثبت شویو پېښو کې "خپلسرې نیونې، ناوړه چلند، ګواښل او ډارول شامل دي."
د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي زیاتوي چې "په افغانستان کې رسنۍ په خطر کې دي" او دا چې د "زور زیاتی او د معافیت دغه کلتور باید پای ته ورسیږي."
یوناما خپله اعلامیه کې مشخصآ دا نه دي ویلي چې افغانستان کې له ژورنالیستانو سره د تاوتریخوالي دغو پېښو کې څوک ښکېل دي خو ظاهرآ یې اشاره واکمن حکومت او چارواکو ته ده.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
د یادونې ده چې تر دغه خبر یوه ورځ وړاندې افغانستان کې د "کابل نیوز" په نوم د یوه ځايي تلویزون د نشراتو د بندېدو خبر ورکړ شوی و.
د افغانستان د ازادو خبریالانو د ټولنې اجراییوي مشر حجت الله مجددي بي بي سي ته د دغه تلویزون د مسوولانو په حواله ویلي چې کابل نیوز د مالي او اقتصادي ستونزو ترڅنګ له "ځینو نورو ستونزو" سره هم مخ و.
ښاغلي مجددي له واکمنو چارواکو وغوښتل چې رسنیو ته د کار خوندي فضا برابره او د نیوکو پر وړاندې سینه پراخه کړي.
هغه زیاته کړې چې رسنې نیوکې د اصلاحاتو لپاره کوي او نیوکې یې د زیان پر ځای ګټې لري.
د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې دغه هېواد کې شاوخوا ۴۰ سلنه رسنۍ تړل شوي او د رسنیو ۸۰ سلنه کارکونکي بې روزګاره شوي دي.
د ملګرو ملتونو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش هم خبریالانو سره د تاوتریخوالي د جرمونو د پای ته رسېدو د ورځ په تړاو د نړۍ پر هېوادونو غږ کړی چې د خبریالانو ترڅنګ ودرېږي او د قانون په تطبیق سره رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي اراده ښکاره کړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
هغه د ټویټر یوه پیغام کې لیکلي چې یوازې روان کال ۷۰ ژورنالیستان د خپل کار له کبله وژل شوي، خو د دغو ډېرو وژنو پېښې نه دي څېړل شوي.
ښاغلي ګوتېرش زیاته کړې چې "باید له مجازاتو د معافیت فرهنګ پای ته ورسوو او خبریالانو ته دا وړتیا وبښو چې خپل بنسټیز کارونه ترسره کړي."
ملګري ملتونه وايي له خبریالانو سره د زور زیاتي پېښو له مجازاتو معافیت د لا ډېرو جرمنو او سرغړونو لامل ګرځي.




















