یوناما: د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې افغانستان کې ژورنالستانو سره د زورزیاتي له ۲۰۰ ډېرې پېښې ثبت شوې

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت دفتر (یوناما) وايي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست (د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې) افغانستان کې ورسره د ژورنالیستانو له حقونو د سرغړونو له ۲۰۰ ډېرې پېښې ثبت شوې دي.‌

یوناما دا خبره نن چارشنبه د نومبر ۲یمه د ژورنالیستانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت پایته رسېدو نړیوالې ورځې په مناسبت کړې ده.

دغه دفتر پر خپل ټویټر لیکلي‌ د دوی لخوا ژورنالیستانو سره د زور زیاتي په دغو ثبت شویو پېښو کې "خپلسرې نیونې، ناوړه چلند، ګواښل او ډارول شامل دي."

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي زیاتوي‌ چې "په افغانستان کې رسنۍ په خطر کې دي" او دا چې د "زور زیاتی او د معافیت دغه کلتور باید پای ته ورسیږي."

یوناما خپله اعلامیه کې مشخصآ دا نه دي ویلي‌ چې افغانستان کې له ژورنالیستانو سره د تاوتریخوالي دغو پېښو کې څوک ښکېل دي خو ظاهرآ یې اشاره واکمن حکومت او چارواکو ته ده.‌

د یادونې ده چې تر دغه خبر یوه ورځ وړاندې افغانستان کې د "کابل نیوز" په نوم د یوه ځايي تلویزون د نشراتو د بندېدو خبر ورکړ شوی و.

د افغانستان د ازادو خبریالانو د ټولنې اجراییوي مشر حجت الله مجددي بي بي سي ته د دغه تلویزون د مسوولانو په حواله ویلي چې کابل نیوز د مالي او اقتصادي ستونزو ترڅنګ له "ځینو نورو ستونزو" سره هم مخ و.

ښاغلي مجددي له واکمنو چارواکو وغوښتل چې رسنیو ته د کار خوندي فضا برابره او د نیوکو پر وړاندې سینه پراخه کړي.

هغه زیاته کړې چې رسنې نیوکې د اصلاحاتو لپاره کوي‌ او نیوکې یې د زیان پر ځای ګټې لري.

د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې دغه هېواد کې شاوخوا ۴۰ سلنه رسنۍ تړل شوي او د رسنیو ۸۰ سلنه کارکونکي بې روزګاره شوي دي.

د ملګرو ملتونو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش هم خبریالانو سره د تاوتریخوالي د جرمونو د پای ته رسېدو د ورځ په تړاو د نړۍ پر هېوادونو غږ کړی چې د خبریالانو ترڅنګ ودرېږي او د قانون په تطبیق سره رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي اراده ښکاره کړي.

هغه د ټویټر یوه پیغام کې لیکلي چې یوازې روان کال ۷۰ ژورنالیستان د خپل کار له کبله وژل شوي،‌ خو د دغو ډېرو وژنو پېښې نه دي څېړل شوي.

ښاغلي ګوتېرش زیاته کړې چې "باید له مجازاتو د معافیت فرهنګ پای ته ورسوو او خبریالانو ته دا وړتیا وبښو چې خپل بنسټیز کارونه ترسره کړي."

ملګري ملتونه وايي له خبریالانو سره د زور زیاتي پېښو له مجازاتو معافیت د لا ډېرو جرمنو او سرغړونو لامل ګرځي.