داعش په هرات کې د طالبانو پر "پوځي روغتیايي" کارکوونکو د برید مسوولیت منلی

برید د هرات ۲۰۷ الفاروق قول اردو پر کارکوونکو شوی

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، برید د هرات ۲۰۷ الفاروق قول اردو پر کارکوونکو شوی
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت وايي، چې د افغانستان په لوېدیځ ښار، هرات، کې نن سهار د دغه وزارت پر اړوندو روغتیايي کارکوونکو یوه وسلوال برید کې پینځه تنه وژل شوي او یو شمېر نور پکې ژوبلېدلي دي.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا برید په هرات کې د طالبانو د قول اردو پر روغتیاي کارکوونکو شوی دی.

سیمه ییزو سرچینو چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي ویلي، په دغه برید کې د وژل شویو کسانو شمېر تر لسو او د ټپیانو هغه تر شلو پورې دی. د سر چینو په وینا دا لومړني معلومات دي او ښايي د مرګژوبلې ښمېر زیات شي.

اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د دې برید مسوولیت منلی دی.

د طالبانو دفاع وزارت په یوه ټویټر پیغام کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره د خواخوږۍ تر څنګ ویل شوي، چې د ''دښمن دا ډول بزدلانه بریدونه '' به د دوی د امنیتي ځواکونو هوډ کمزوری نه کړي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

دغه برید نن ګهیځ د هرات ښار په پل خیمه دوزان سیمه کې داسې حال کې شوی و، چې د قول اردو کارکوونکي دندې ته روان وو.

د یادونې ده چې دا د ۲۰۷ الفاروق قول اردو پر کارکوونکو لومړنی برید نه دی. له دې مخکې هم د داعش ډلې وسله والو د یاد قول اردو پر کارکوونکو بریدونه کړي، چې مرګژوبله یې هم درلوده.

طالبانو تېره میاشت په هرات کې له یوه ځانمرګي برید وروسته د ښار ځینې لارې وتړلې. ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبانو تېره میاشت په هرات کې له یوه ځانمرګي برید وروسته د ښار ځینې لارې وتړلې. ارشیف تصویر

هملته په هرات کې نن سهار وختي یو بل وسلوال برید هم شوی، چې د سرچینو په وینا، شپږ تنه پکې وژل شوي او ګڼ نور پکې ټپیان شوي دي.

د رپوټونو له مخې دا برید د طالبانو پر یوه ورزشي ځای شوی دی. ځايي سرچینو ویلي په دغه برید کې چې د هرات ښار ۱۵ ناحیې په جوی انجیل کې شوې شپږ کسان وژل شوي، خو په هرات کې یوه طالب چارواکي دغه معلومات په کلکه رد کړي دي.