تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
داعش په هرات کې د طالبانو پر "پوځي روغتیايي" کارکوونکو د برید مسوولیت منلی
د طالبانو د حکومت دفاع وزارت وايي، چې د افغانستان په لوېدیځ ښار، هرات، کې نن سهار د دغه وزارت پر اړوندو روغتیايي کارکوونکو یوه وسلوال برید کې پینځه تنه وژل شوي او یو شمېر نور پکې ژوبلېدلي دي.
د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا برید په هرات کې د طالبانو د قول اردو پر روغتیاي کارکوونکو شوی دی.
سیمه ییزو سرچینو چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي ویلي، په دغه برید کې د وژل شویو کسانو شمېر تر لسو او د ټپیانو هغه تر شلو پورې دی. د سر چینو په وینا دا لومړني معلومات دي او ښايي د مرګژوبلې ښمېر زیات شي.
اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د دې برید مسوولیت منلی دی.
د طالبانو دفاع وزارت په یوه ټویټر پیغام کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره د خواخوږۍ تر څنګ ویل شوي، چې د ''دښمن دا ډول بزدلانه بریدونه '' به د دوی د امنیتي ځواکونو هوډ کمزوری نه کړي.
دغه برید نن ګهیځ د هرات ښار په پل خیمه دوزان سیمه کې داسې حال کې شوی و، چې د قول اردو کارکوونکي دندې ته روان وو.
د یادونې ده چې دا د ۲۰۷ الفاروق قول اردو پر کارکوونکو لومړنی برید نه دی. له دې مخکې هم د داعش ډلې وسله والو د یاد قول اردو پر کارکوونکو بریدونه کړي، چې مرګژوبله یې هم درلوده.
هملته په هرات کې نن سهار وختي یو بل وسلوال برید هم شوی، چې د سرچینو په وینا، شپږ تنه پکې وژل شوي او ګڼ نور پکې ټپیان شوي دي.
د رپوټونو له مخې دا برید د طالبانو پر یوه ورزشي ځای شوی دی. ځايي سرچینو ویلي په دغه برید کې چې د هرات ښار ۱۵ ناحیې په جوی انجیل کې شوې شپږ کسان وژل شوي، خو په هرات کې یوه طالب چارواکي دغه معلومات په کلکه رد کړي دي.