تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یو تازه راپور وايي، طالبانو تېره میاشت په پنجشېر کې لږ تر لږه ۲۷ کسان له نیولو وروسته وژلي
یو تازه راپور وايي، طالبانو تېره میاشت په پنجشېر کې لږ تر لږه اوویشت کسان له نیولو وروسته وژلي. دا پلټنه د افغان وېټنېس په نامه یوه بنسټ کړې، خو طالبان وايي لا یې هم د هغو وژنو په تړاو څېړنې نه دي بشپړې شوې.
پر ټولنیزو شبکو داسې وېډیوګانې خپرې شوې وې چې ګنې د پنجشېر دي او په وېډیوګانو کې ښکارېدونکي کسان طالبانو وژلي.
طالبانو لومړی وویل چې دا کسان د جګړې پر مهال وژل شوي، خو اوس د افغان وېټنېس په نامه یوه نادولتي څېړنیز بنسټ ویلي چې د لسګونو اسنادو او شواهدو له څېړلو چې تر ډېره وېډیوګانې او تصویرونه دي پوه شوي چې دغه کسان له نیول کېدو وروسته وژل شوي.
دغه څيړنیز بنسټ ویلي چې هغه فلمونه او عکسونه چې ځینې یې حتی خپله طالب جنګیالیو ثبت کړي، د دغو وژنو پر جزئياتو راټولولو کې کارېدلې.
د دغه بنسټ راپور کاږي چې په شواهدو او پلټنه یې موندلې چې طالبانو د پنجشېر د درې ولسوالۍ په ګډون په بېلابېلو سیمو کې لږ تر لږه اووویشت کسان له نیول کېدو وروسته وژلي.
بنسټ دغه راز ویلي چې د دېرشو نورو د مړینې ناتأیید شوي هم اسناد هم لري چې په وینا يې دا په پنجشېر کې د جګړې او عملیاتو پر مهال د ناقانونه وژنو په تړاو جدي پوښتنې راپورته کوي.
په دغو وژل شوو کسانو کې هغه کسان هم شامل دي چې وېډیوګانو کې يې د وژل کېدو جریان ثبت شوی. د دغه بنسټ په څیړنیز راپور کې د یادو شواهدو له مخې د وژل شوو کسانو د نیول کېدو او وژل کېدو بېلابېلې صحنې تشریح شوې.
د افغان وېټنېس په نامه د دغه بنسټ د موندنو دا راپور نن پر نړیوالو رسنیو خپور شو.
د دغه بنسټ د څېړنې د ډلې مشر ډېوېډ آسبورن وايي، د دوی پلټنو ښودلې چې دغه کسان د تېرې سپټمبر مياشتې په نيمايي کې په پنجشېر کې د طالب ځواکونو په لاس له نیول کېدو وروسته وژل شوي.
خو د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د دغو شواهدو په غبرګون کې ویلي چې یو پلاوی د دغو خپرو شوو فلمونو د پلټنې په حال کې دی. هغه ویلي چې د څېړنو تر بشپړېدو په دې اړه نور جزئيات نه شریکوي.
د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد هم د ګلوبل اېنډ مېل ورځپاڼې تماس ته په دې تړاو د نظر له څرګندولو ډډه کړې.
تېره میاشت ښاغلي مجاهد په پنجشېر کې د عملیاتو په تړاو ویلي وو چې هلته په عملیاتو کې د مقاومت جبهې څلوېښت جنګیالي وژل شوي او له سلو ډېر نور نیول شوي دي. هغه د دغو څلوېښت کسانو د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه څه نه وو ویلي.
خو د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسؤل علي میثم نظري په پنجشېر کې د جنګي بندیانو وژل کېدل جنګي جنایت بللی و.
له دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپورټر ریچارډ بېنېټ هم په پنجشېر کې د بشري حقونو د تر پښو لاندې کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او د دغو ادعاوو په تړاو يې د بیړنیو څېړنیو غوښتنه کړې وه.