صالح محمد ريګستاني: طالبانو پنجشېر کې بې ګناه وګړي نيولي

د خپرېدو وخت

د ملي مقاومت په نامه د طالبانو ضد جبهې يو ځل بيا ادعا کړې چې طالبانو پنجشېر کې بې ګناه وګړي نيولي او د دوى په وينا بوږنونکې ربړونې يې کړې.

د دغې ډلې يو قومندان صالح محمد ريګستاني په يوۀ ويډيويي پيغام کې ويلي چې طالبان بې له اجازې د خلکو کورونو ته ځي او تلاشۍ کوي چې د ده په وينا له شرعي احکامو سره په ټکر کې دى.

نوموړي همداراز تور پورې کړى چې طالبان له خلکو غواړي چې دوى ته وسلې راوړي او که ونه توانېدل بيا د وسلې بيه ترې اخلي. خو ښاغلي ريګستاني د خپلو دغو ادعاو د ثابتولو لپاره کوم سند نه دى وړاندې کړى.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دا تورونه رد کړل او بي بي سي ته يې وويل چې ددوى وسلوالو پنجشېر کې ولسي وګړو ته هېڅ زيان نه دى اړولى او ټولو ولسواليو کې حالات عادي دي.

له دې مخکې تېره اونۍ بي بي سي ته داسې انځورونه ورسېدل، چې پخلی يې شوی او افغانستان کې په کې ملکيان ليدل کېږي چې طالبان یې وژني.

بي بي سي د دې پخلی هم کړی، چې شل کسان پنجشېر کې وژل شوي، يو داسې ځای چې طالبان په کې د مخالفو وسله والو سره په جګړه بوخت دي.

د طالبانو وياند دا خبره رد کړې، چې داسې وژنې دې شوې وي، خو د بي بي سي د راپورونو پر بنسټ، وايي دوی به یې پلټنه کوي.

بل لور همدا تېره اونۍ د بشري حقونو د څار سازمان وویل، طالبانو افغانستان کې د تېرو څو میاشتو پوځي پرمختګونو پر مهال پنجشېر او ځینو نورو ولایتونو کې د بشر ضد او جنګي جنایتونه ترسره کړي دي.

د دې سازمان د اسیا برخې مشرې پټریسیا ګوسمن بي بي سي سره خبرو کې وویل، د عمومي بښنې او د غچ نه اخیستلو په تړاو د طالبانو ژمنې هېڅ معنا نه لري.

نوموړې دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې بي بي سي پنجشېر ولایت کې د طالبانو لخوا د صحرایي محاکمو او د بې وسلې کسانو د وژنې رپوټ خپور کړ.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بي بي سي ته ويلي چې د بشري حقونو د څار سازمان دغه راپور ردوي او وايي دوی بايد له نژدې سيمې ته ورشي او له حقايقو ځان خبر کړي. طالبان وايي له هغو کسانو سره چې وسله يې پر ځمکه ايښې هېڅ کار نه لري.