د نجونو نړیواله ورځ؛ ملګرو ملتونو له طالبانو یو ځل بیا د ښوونځیو پرانیستو غوښتنه وکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عبیدالله حسام
- دنده, بي بي سي پښتو
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېرېش يو ځل بیا له طالبانو غوښتنه کړې چې "نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړي."
ښاغلي ګوتېرېش په یوه ټویټ کې ویلي "په افغانستان کې له ښوونځیو د نجونو پر ایستلو ډېر اندېښمن یم. دا کار نجونو او دغه هېواد ته خورا ډېر زیان رسوي. زه بیا له طالبانو غواړم چې نجونې ښوونځیو ته پرېږدي."
ملګري ملتونه وايي، افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې له شپږم ټولګيپورته نجونې یې ښوونځیو ته له تللو منع شوې دي.
اوس څه باندې ۳۸۵ ورځې کېږي چې افغانستان کې له شپږم پورته نجونې ښوونځیو ته نه پرېښودل کېږي. بي بي سي پښتو ته ډېرو کورنیو ویلو چې نجونو ته یې یو ډول رواني ستونزې پيدا شوې دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د خواجه احمد لور شپږم ټولګی بشپړ کړی او اووم ته باید لاړه شي، خو وايي، د طالبانو دا پریکړه چې له شپږم ټولګي پورته زده کوونکې نجونې دې ښوونځي ته نه ځي، د دوی کورنۍ ناهیلې کړې ده.
" کله مې چې لور راته وايي چې زه به کال ته ښوونځي ته نه ځم، دا به څنګه کېږي، له روحي او ذهني پلوه مې حالت خراب شي. لور ته مې هم یو ډول تشویش پیدا شوی دی."
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف په افغانستان کې د ماشومانو په ځانګړي ډول د کم عمره نجونو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښيي او زیاتوي چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې، څه باندې یو میلیون افغان نجونې له زدکړو محرومې کړای شوې دي.
نن "سه شنبه" د اکټوبر ۱۱مه د کم عمره نجونو نړیواله ورځ ده. دا ورځ کم عمر له نجونو سره د ملاتړ لپاره نمانځل کېږي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ اداره وايي، تېر یوه کال راهیسې له زدکړو د محرومېدو له کبله څه باندې یو میلیون افغان نجونې له رواني، روغتیاي، اقتصادي او نورو ستونزو سره مخامخې شوې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ورته مهال د بشري حقونو ځینې فعالان وايي، د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې په سیستماتیک ډول نجونې له زدکړو محرومې کړای شوې دي او له همدې کبله په کم عمر کې ودیږي او له بېلابېل تاوتریخوالي سره مخامخې دي.
خو طالبان دا ردوي او ادعا کوي چې تر پخوا د دوی په حکومت د ماشومانو وضعیت او ژوند ښه شوی دی.
په افغانستان کې د یونیسف د تغذیې د برخې مشرې میلاني ګالوېن بي بي سي ته وویل، له زدکړو بې برخې کېدو پر افغان نجونو روغتیايي او اقتصادي منفي اغېز هم کړی.
"یونیسف هڅه کوي چې پېغلو نجونو ته اړین روغتیايي خدمتونه ورسوي. لکه له رواني ستونزو او نورو ناروغیو څخه د خوندیتوب په اړه مهم معلومات چې وړاندې به موږ ښوونځیو کې دوی ته برابرول. له محرم پرته له کورنو د وتلو اجازه نه ورکولو له کبله نجونې په کورونو کې بندې کړای شوې دي. د ښوونځیو اړینو کارونو نه ترسره کولو او له خپلو ملګرو لرې پاتې کېدو او د خپلو راتلونکې په اړه تشویش، دا ټول د نه منلو وړ دي."
ورته مهال د بشري حقونو ځینې فعالان وايي، د طالبانو له راتلو سره په افغانستان کې د کم عمره نجونو په ودولو کې زیاتوالی راغلی دی.
د افغانستان لپاره د بشري حقونو د څار بنسټ مشره څېړونکې او د بشري حقونو فعالې هېدر بار بي بي سي ته وویل، په افغانستان کې بشري کړکیچ چې لاهم روان دی چې د بې وزلۍ او زدکړو ته نه لاسرسی لامل شوی او د کم عمره نجونو په زور ودولو شمېر او له ښځو او نجونو سره بېلابېل تاوتریخوالی زیات شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
"په افغانستان کې هغه سیستمونه چې ښځې او نجونې به یې له تاوتریخوالي خوندي ساتلې، د طالبانو لخوا په سیستماتیک ډول ړنګ شوي. له ښځو سره د طالبانو توپیري او ناوړه چلند د دې لامل شوی، هغه کسان چې له ښځو سره د تاوتریخوالی له پایلو ډاېرېدل، او له دې کاره یې لاس اخیسته، اوس د هغه ډول محدودیت احساس نه کوي."
اغلې بار زیاتوي چې، په افغانستان کې د دغه ډول کړکېچونو په اړه د نړیوالې ټولنې غبرګون ډېر کمزوری دی.
بلخوا د ماشومانو د خوندیتوب ادارې خبرداری ورکړی چې افغانستان د رواني روغتیا د ناورین په څنډه کې دی. دا اداره وایي اقتصادي بحران او د څو لسیزو تاوتریخوالي د ماشومانو پر روان او روغتیاي وضعیت خطرناکه منفي اغېز کړی.
د ماشومانو د خوندیتوب اداره زیاتوي، د دوی موندنې ښيي چې افغانستان کې د اټکل له مخې څلور مییلیونه او ۴۶۰ زره ماشومان او لویان رواني درملنې او ارواپوهنې په برخه کې ملاتړ ته اړتیا لري. خو د دوی له ډلې روان کال کې یوازې شاوخوا یو اعشاریه درې میلیونه کسان توانیدلي چې روغتیاي خدمتونو او درملنې ته لاسرسی ومومي.
خو طالب چارواکي بیا وايي، د دوی له حاکمیت راهیسې د افغان ماشومانو وضعیت او ژوند تر پخوا ډېر ښه شوی دی.
د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، اوس د ماشومانو ژوند خوندي دی او د دوی د حقونو د خوندي کولو لپاره هلې ځلې روانې دي.
ښاغلی مجاهد زیاتوي، له شپږم تر ۱۲ ټولګي د نجونو ښوونځیو ته د تللو په اړه "کار روان دی او نژدې ده چې حل شي" خو مجاهد نه وايي چې ښوونځي به په دقیق ډول کله پرانیستل کېږي.




















