طالبان: د ډاکټرانو "شِفري او غیر اصولي" نسخو مخه نیسو

نسخه

د عکس سرچینه، RTA

د خپرېدو وخت

طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي، د ډاکټرانو د "شِفري او اصولو په پام کې نه نيولو سره د غيرقانوني" نسخو مخه نیسي.

د عامې روغتیا وزارت په یوه وینا کې ليکلي چې رهبرۍ يې پرېکړه کړې چې له دې وروسته ټولې نسخې باید د نسخې لیکنې معیارونه پوره کړي او هره نسخه باید د ناروغ بشپړه پيژندنه، عمده اعراض او نښې او تاریخچه، توصیه شوي معاینات او نتایج، او تشخیص یا احتمالي تشخیص په واضح ډول ولري.

له دې وړاندې په افغانستان کې داسې شکایتونه وو چې ګنې په کابل او ولایتونو کې ځیني ډاکټران نسخې په شفري بڼه ليکي او ناروغان او ناروغ لرونکي اړ باسي چې د دوی له اړوندو درملتونونو درمل وپېري.

ځیني خلک دا شکایت هم کوي چې په ځینو درملتونونو کې درمل په لوړه بیه پلورل کېږي او دوی اړ دي چې له همدغو درملتونونو درمل وپېري؛ ځکه چې ډاکټران په داسې شفرونو نسخې لیکي چې نورو درملتونونو کارکوونکي پرې نه پوهېږي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په اعلامیه کې د دولتي او خصوصي سکتور متخصصينو ، ډاکټرانو او نور روغتيايي پرسونل ته هدایت شوی چې د نسخه ليکنې د معياري کولو، د ناروغانو د شکايت کمولو او په روغتيايي خدماتو کې د شفافيت اصل تطبيقولو لپاره دا لارښوونې پلې کړي.

د ویډیو تشریح، طالبان: د "شِفري او غیر اصولي" نسخو مخه نیسو

وزارت په کابل او ولایتونو کې څارونکو ادارو ته هم د دغې پرېکړې د پلي کولو سپارښتنه کړې او ویلي يې دي چې د سرغړونې پر مهال به له سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي.

له دې وړاندې د طالبانو د خوړو او درملو ادارې هم په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې له دولتي او خصوصي درملتونونو غوښتي وو چې د نسخې له اجرا کولو وروسته د نسخې مجموعي بیه وليکي او ټاپه يې کړي.

دغې ادارې په یوه وینا کې له خلکو هم غوښتي وو چې د درمل اخیستو پر مهال له دې اړخه ځان ډاډه کړي او له لوړې بيې سره له مخ کېدو سره دغې ادارې ته شکایت وکړي.