"په افغانستان کې نژدې ۵۰ سلنه خلک بې نسخې دوا خوري"

د ویډیو تشریح، په افغانستان کې تقریباً ۵۰ فیصده خلک د ډاکتر له مشورې او نسخې پرته پر خپل سر درمل خوري خو ولې؟ د دې کار تاوانونه کوم دي؟
د خپرېدو وخت

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي لاهم په ټول افغانستان کې تقریباً ۵۰% خلک په خپل سر او د ډاکټر له مشورې پرته درمل کاروي.

وزارت وایي اوس د درملو خپل سري پلورونکو لپاره نوې لایحه لري او هر هغه کس جریمه کوي او سزا ورکوي چې په دې کار ونیول شي.

ویل کېږي په افغانستان کې دا مهال څه باندې ۸۰۰۰ قلمه درمل ثبت شوي چې له دې ډلې یوازې د ۸۱ ډوله درملو ورکړه پرته له نسخې جواز لري.

صابر عزیز پرې له کاله رپوټ راکوي.