د کابل جومات کې چاودنې ۷ کسان وژلي؛ طالبانو، امریکا او یوناما یې غندنه کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان پلازمېنې کابل وزیر اکبر خان جومات مخې ته د جمعې له لمانځه وروسته چاودنه وشوه چې نژدې ۵۰ کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله. تر اوسه کومې ډلې یې مسؤلیت هم نه دی منلی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل:"چاودنه په موټر کې د ځای په ځای شویو چاودیدونکو توکو له کبله شوې."
نوموړی وايي:" ۷ تنه ولسي وګړي وژل شوي او د ماشومانو په ګډون ۴۱ کسان ټپیان شوي دي."
له دې مخکې کابل کې د ایمرجنسي روغتون ویلي و، چې د څلورو کسانو مړي او لس ټپیان ور وړل شوي دي.
د کابل د امینه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چاودنه د لمونځ کوونکو د راوتلو پر مهال د جومات مخې ته پر عمومي سړک شوې او قربانیان ټول ولسي وګړي او لمونځ کوونکي دي.
پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د چاودنې له ځایه لوګي پورته کېږي او عام خلک پر عمومي سړک منډې وهي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا برید غندلی او دا یې "نه بښونکی جنایت" بللی دی.
ښاغلي مجاهد همدا راز پرخپله ټوېټر پاڼه له خلکو غوښتنه کړې چې د "نظام په ملاتړ د داسې جنایتکارانو په نیولو او ځالو له منځه وړلو کې ستره ونډه واخلي."
همدا راز کابل کې د امریکا سفارت (چې اوس له دوحې فعالیت کوي) او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) هم دا پېښه غندلې ده.
دا په روانه سپتمبر میاشت کې پلازمېنه کابل کې دویمه لویه چاودنه ده. تر دې وړاندې د سپتمبر پر پنځمه نېټه د روسیې سفارت مخې ته چاودنې مرګژوبله اړولې وه.
هغه پېښه کې د دوو روسي دیپلوماتانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي وو او مسؤلیت یې د داعش ډلې منلی و.
















