د هرات چاودنې په هکله غبرګونونه څرګند شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, مامون درانی
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
د هرات ولایت مرکزي جامع جومات کې پرونۍ چاودنه، چې د مولوي مجیبالرحمان انصاري په ګډون اتلس کسان پکې ووژل شول په کور دننه او د باندي یې له ځان سره غبرګونونه درلودل.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ پر دغه چاودنې ژوره خواشیني څرګنده کړې او د پېښې قربانیانو کورنیو ته یې د تسلیت ویلو تر څنګ ویلي، دغه ناوړه عمل غندو، عاملین یې باید د عدالت منګولو ته وسپارل شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما په یوه ټویټ کې ددغه برید د غندلو تر څنګ ویلي پر افغانانو او عبادت ځایونو باندي د بریدونو دوام باید ودرول شي.
د اسلامي همکاریو سازمان هم پرخپله ټوېټر پاڼه دغه برید "په کلکه غندلی" او پخواني ولسمشر حامد کرزي که څه هم د مولوي انصاري نوم نه دی اخیستی خو دغه برید یې غندلی او دا یې د "انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف" کار بللی.
په جمهوري نظام کې د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ویلي ''له بده مرغه د افغانستان د خلکو دښمنان د ناورین رامینځته کولو لپاره هیڅ پولي نه پېژني. ''
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې، خو طالبانو داعش ته ګوته نیولې، هغه ډله چې د اسلامي دولت په نوم یادېږي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي سره خبرو کې په تېرو شلو کلونو کې پر جوماتونو او دیني عالمانو د بریدونو پړه پر اسلامي دولت واچوله، خو پخواني جمهوري حکومت بیا ددغسې ځنځیري وژنو اصلي مسولین د طالبانو ډله یادوله.
د اروپایي ټولني دفتر، ایران ، پاکستان ، قطر او یو شمېر نورو هیوادونو د هرات په چاودنه کې د ملکي خلکو وژل غندلي دي او ټینګار یې کړی، چې له دغه ډول ترهګریزو ناوړو پیښو سره باید په کلکه مبارزه وشي.
په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې لسګونه دیني عالمانو په بمي چاودونو، ځانمرګو بریدونو او هدفي وژنو کې خپل ژوند بایللي .

په کابل کې د پوهنتون استاد ناصر شفیق بي بي سي سره خبرو کې وویل اوسنی حکومت د سیاسي لیدلوري د یووالي تر څنګ باید مذهبي لیدلوري کي هم وفاق رامنځته کړي.
د هرات د مرکزي جامع جومات په پرونۍ ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ژوبلېدلي دي.
د طالب چاروکو د مالوماتو له مخې، دغه ځانمرګی برید د جمعې د لمانځه پر مهال شوی دی، چې د طالبانو د حکومت یو کلک ملاتړی مولوي مجیب الرحمان انصاري هم خپل ژوند په کې بایللی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا پر خپله ټوېټرپاڼه د مولوي انصاري له عکس سره لیکلي، "اسلامي امارت یې پر شهادت خواشيني ښيي" او ویلي یې دي چې عاملین به یې د خپل عمل سزا وویني.



















