د بشري حقونو د څار سازمان: طالبانو د لږکیو خوندیتابه ته لږ پاملرنه کړې ده

کابل
د عکس تشریح، دا وروستیو کې په افغانستان کې پر لږکیو یو شمېر هدفي بریدونه شوي (ارشیف تصویر)
    • Author, ملایکه احمدزۍ
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د بشري حقونو د څار ټولنه وايي، چې د طالبانو حکومت د اسلامي دولت په نامه وسلوالې ډلې له تاوتریخوالي د افغانستان د لږکیو ټولنو د ژغورنې لپاره اړینې هڅې نه دي کړې.

دې ټولنې په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي، چې د طالبانو د واکمنۍ په تېر یوه کال کې اسلامي دولت ډلې پر هزاره افغانانو د شویو دیارلسو بریدونو مسولیت منلی، چې سلګونو کسانو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.

طالب چارواکو په دغه رپوټ کې د هغوی پر حکومت شوې نیوکې رد کړې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان د ټولو وګړو خوندیتابه ته بې له توپیره ژمن دي او په وینا یې په تېرو بریدونو کې ښکېل ګڼ کسان یې نیولي دي.

دغه سازمان په خپل تازه رپوټ کې لیکلي چې افغانستان کې طالبان د ځانمرګو او نورو بریدونو پر وړاندې د لږکیو په خوندیتابه کې پاتې راغلي دي، بلکې د قربانیانو له کورنیو سره په مرسته او د ټپیانو په درملنه هم پاتې راغلي دي.

د طالبانو حکومت چارواکي بیا دا یوه ناسمه ادعا ګڼي او بېرته ادعا کوي چې پاملرنه یې تر ډېره کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل:"موږ د ټولو اتباعو امنیت ساتلو ته ژمن یوو او موږ د تېرو پېښو عاملین چې په معبدونو، تکیه خانو او جوماتونو یې بریدونه کړي دي، نیول شوي هم دي. موږ چا ته اجازه نه ورکوو چې دا ډول جنایت وکړي."

د یادونې ده چې دا وروستیو کې په هزاره توکمو یو شمېر بریدونه شوي، چې د ډېری هغو مسوولیت د اسلامي دولت په نامه ډلې یا داعش منلی دی.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان دا پېښې د شمېرو پر بنسټ یادې کړې او لیکلي یې دي، له هغه وخته چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغانستان واک تر لاسه کړ، د اسلامي دولت ډلې په هزاره توکمو د شویو ۱۳ بریدونو مسوولیت منلی دی.

ویل کېږي، دا تصویر چې په خواله رسنیو کې خپور شوی، ویل کېږي د مزار شریف یوې پېښې اړوند دی.

د عکس سرچینه، Social media

د عکس تشریح، ویل کېږي، دا تصویر چې په خواله رسنیو کې خپور شوی د مزار شریف یوې پېښې اړوند دی.

د یاد سازمان مسوولین وايي دې پېښو کې لږ تر لږه ۷۰۰ کسان وژل شوي دي.

دغه سازمان زیاتوي چې د رسنیو پر وړاندې د طالبانو سخت چلند کېدای شي د دې لامل شوی وي چې ډېرې پېښې له ثبتېدو یا رسنیزو کېدو پاتې شوې وي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وايي چې د اپریل او جولای میاشتو تر منځ په کابل او بلخ ولایتونو کې له شویو بریدونو ژوندي پاتې شویو ۲۱ کسانو سره یې مرکې کړې دي چې دې کې د قربانیانو د کورنۍ غړي هم شامل دي.

د کابل یو هزاره توکمه اوسېدونکی چې د څو پېښو شاهد و یاد سازمان ته ویلي:" زموږ ماشومان باید ښوونځي ته لاړ شي، ښځې مو باید روغتونونو ته لاړې شي، موږ غواړو جوماتونو ته لاړ شو. د دې ټولو لپاره موږ باید د خوندیتوب احساس وکړو. د خدای لپاره په دې ځایونو بریدونه مه کوئ. موږه په هر ځای کې مه وژنئ."

د مزار شریف سه دکان سیمه کې ثور میاشت کې پر یوه جومات برید شوی و

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د مزار شریف سه دکان سیمه کې ثور میاشت کې پر یوه جومات برید شوی و

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وايي، دا ډول په لږکیو بریدونه د بشري حقونو نړیوال قانون ماتولو په مانا دي.

دغه رپوټ کې د فرشتې عباسي له خولې چې په یاد سازمان کې د افغانستان د برخې مسووله ده لیکلي شوي:"د وسله والو ډلو مشران ښايي يوه ورځ د هزاره توکمو او نورو پر وړاندې د خپلو ظلمونو له امله له عدالت سره مخامخ شي خو د طالبانو چارواکي چې د مذهبي لږکیو پر وړاندې د بریدونو په ضد ګام نه پورته کوي کېدای شي په دې جدي جرمونو کې شریک وګڼل شي."