داعش ډله وايي، په مزار شریف کې خونړۍ بمي چاودنې دوی کړې دي

د عکس سرچینه، Getty Images
اسلامي دولت نومې ډله داعش وايي، د افغانستان په مزار شریف ښار کې پرونۍ چاودنې دوی کړې دي. پرون دغه چاودنې د مزار شریف ښار په هغه سیمه کې وشوې، چې ډېری اوسېدونکي یې هزاره ګان دي. د دې چاودنو پایله کې نهه کسان ووژل شول. دې چاودنو کې ۱۵ کسان ټپیان شول.
پرون پلازمېنه کابل کې هم حضرت زکریا جومات ته نژدې دوې چاودنې وشوې، چې لږ تر لږه پنځه کسان پکې ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول.
د کابل چاودنو مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.
په کابل کې د اروپا سفیر دا بریدونه یو داسې وحشت بللی چې د کرکې وړ او بې رحمانه دی.
په مزار شریف کې د طالبانو پولیسو ویاند محمد اصف وزیري رویټرز خبري اژانس ته وویل، چاودنې په ښاري مني بسونو کې د ځای پر ځای شویو بمونو چاودنې له کبله شوې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د کابل چاودنو مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی. په کابل کې د اروپايي ټولنې استازي دا بریدونه یو داسې وحشت بللی چې د کرکې وړ او بې رحمانه دی.
په مزار شریف کې د طالبانو پولیسو ویاند محمد اصف وزیري رویټرز خبري اژانس ته وویل، چاودنې په ښاري مني بسونو کې د ځای پر ځای شویو بمونو چاودنې له کبله شوې دي.

د عکس سرچینه، Social media
یوه عیني شاهد بي بي سي ته وویل، یوه چاودنه د ملکي خلکو په هغه مني بس موټر کې وشوه، چې په "علیچوپان" سیمه کې ځايي هزاره توکمه اوسېدونکي لېږدول.
دغه ډول کوچني ښاري بسونه چې په افغانستان کې د "تونس" و "فلائنکوچ" په نومونو یادېږي، د ملکي خلکو لپاره د عامه ټرانسپورټ وسایط دي. د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، اوس داعش ډلې پر خپله ټلګرام پاڼه د دې برید مسوولیت منلی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د کابل امنیې قومندانۍ په ونیا د پلازمېنې کابل په "ترافیک څلور لارې" سیمه کې د بمي چاودنې له کبله دوه کسان ټپیان شوي دي.
خو د ایټالوي خیریه موسسې ایمرجنسي روغتون مسوولینو په وینا د همدې چاودنې له کبله دوی ته د پنځو کسانو مړي وروړل شوي او دغه راز له لسو ډېر ټپیان هم وروړل شوي دي.
د یادونې ده، چې مزار شریف ښار کې نژدې یوه میاشت مخکې په دوو مني بسونو کې د چاودنو له کبله لږ تر لږه نهه کسان وژل شوی وو، چې ډېری یې شیعه ګان او هزاره توکمه ملکي خلک وو.



















