نړیوالو ادارو د افغان ښځو د حقونو خوندي کولو غوښتنه کړې؛ طالبان وایي د ښځو حقونو ته ژمن دي

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما د ښځو نړیوالې ورځې 'مارچ اتمه ' په مناسبت وايي، ملګرو ملتونه د افغان ښځو او نجونه تر څنګ ولاړ دي، چې د بېلا بېلو بحرانونو له عواقبو سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتونو استازولۍ په یوه اعلامیه کې ویل شوي، افغان ښځې او نجونې په زړورتیا او استقامت سره له بېلابېلو بحرانونو سره مقابله کوي چې جنسیتي تبعیض او توپیري چلن هم ورسره یو ځای شوي دي.
د یوناما په اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې دېبورا لاینز له قوله ویل شوي:
''په افغانستان کې د ناورین تر کچې رسېدلي کړکېچ ټول خلک اغېزمن کړي، خو د ښځو او نجونو لپاره ځکه وضعیت ډېر بحراني دی، چې فرصتونو ته د دوی لاسرسی په ډېرېدونکې توګه ننګول شوی دی. ''
په ورته مهال د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د بښنې نړیوالې سازمان ویلي، لسګونه زره فعالانو له نړیوالې ټولنې غوښتنې چې د حقونو مبارز لړ کې ''سملاسي '' د افغان ښځو ملاتړ وکړي او د طالبانو محاسبه وکړي.
د ایمنسټي انټرنېشنل په یوه اعلامیه کې په دې هکله ویل شوي، یو غوښتنلیک چې له اتیا زره ډېرو فعالانو لاسلیک کړی، له دولتونو غواړي چې د افغان ښځو او نجونو حقونو موضوع ته لومړیتوب ورکړي، ملاتړ یې وکړي او څارنه یې وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په اعلامیه کې ویل شوي، چې دا غوښتنلیک د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو حکومتونو ته استول شوی دی.
په دې مناسبت خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي: ''تېرو شپږو میاشتو موده کې طالبانو داسې پالیسۍ وضع کړې، چې د ښځو سفر او بیان پر ازادۍ یې سخت بندیزونه لګولي، او د نجونو تعلیم او کار حق یې له پامه غورځولی دی. ''
د سویلي اسیا لپاره د ایمنسټي انټرنېشنل مشره یامیني مشرا په دې هکله وايي: ''په ایله نیم کال موده کې دوی د هېواد لپاره د ښځو دوو لسیزو لاسته راوړنې له منځه یوړې. ''
په ورته مهال د بشري حقونو څار سازمان کې د ښځو حقونو څانګې مشر هیېتهر بار وايي، د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت باید افغانستان له یاده و نه ایستل شي.
نوموړې د بشري حقونو څار سازمان پر وېبپاڼه په دې هکله یوه لیکنه کې وايي، ''باید غور وشي چې په افغانستان کې د ښځو حقونو وضعیت د جنسیتي مساوات په نړیواله مبارزه کې څومره اهمیت لري. ''
په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت ټولو ښځو ته مبارکي ویلي.
د یادونې ده، چې طالبانو په افغانستان کې له واکمنېدو وروسته د ښځو چارو وزارت بند کړ او پر ځای یې د دعوت او ارشاد، امر باالمعروف، نهی عن المنکر وزارت رامنځته کړ، اوس د مارچ اتمې ورځې په مناسبت د طالبانو بهرنیو چارو وزارت له لوري په یوه پیغام کې ویل شوي، چې د دوی حکومت د افغانن ښځو ستونزو حل ته ژمن دی او د اسلام دین له ارزښتونو او ملي دود، دستور سره سم ورته د ژوند اسانتیاوو چمتو کولو لپاره هلې ځلې کوي.



















