یوناما: طالبان دې د هر ډول ترهګرۍ مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي

د عکس سرچینه، UNAMA
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما پر طالبانو غږ کړی چې په دغه هېواد کې دې د هر ډول ترهګرۍ د مخنيوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
دغه بنسټ همدا راز د طالبانو له سرپرست حکومته غوښتي چې زیان منونکو وګړو ته دې اضافي ملاتړ برابر کړي او د بریدونو عاملان دې عدالت ته راکش کړي.
یوناما دا څرګندونې په کابل کې په یوه جومات کې د شوي برید په تړاو په درو پرله پسې ټوېټونو کې نن (پنجشنبه) کړې دي.
یوناما پر دغه برید ژوره خواشيني څرګنده کړې او غندلی یې دی.
دغه راز یې ویلي چې په وروستیو اوونیو کې په پرله پسې بریدونو کې تر ۲۵۰ ډېر کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي. د یوناما په خبره، دا لوړ شمېر د دې څرګندونه کوي چې د تېرکال پرتله په یوه میاشت کې ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د کابل خیرخانه مېنه کې تېرماښام په یوه جومات کې چاودنې درنه مرګژوبله اړولې. د کابل پولیسو ویاند خالد ځدراڼ وايي، د ۱۷ مې حوزې په دې چاودنه کې ۲۱ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.
طالبانو یوه امنیتي چارواکي بیا ویلي چې د چاودنې هدف مشهوردیني عالم مولوي امیرمحمد کابلی و، چې ویل کېږي له خپلو یو شمېر شاګردانو سره وژل شوی دی.
د صدیقیه په نوم د جامع جومات ملا - امام مولوي امیر محمد کابلی دی چې تېره شپه د کابل ښار د ۱۷مې حوزې اړونده خیرخانې په سر کوتل سیمه کې په یوه چاودنه کې ووژل شو.
که څه هم ځايي چارواکو په رسمي توګه د دغه ملا امام د وژل کېدو پخلی نه دی کړي، خو د وژل شوي مولوي امیر محمد کابلي خوا خوږو او نژدي دوستانو پر ټولنیزو رسنیو د هغه د مرګ په اړه خواشیني ښودلې او د مړینې تصویرونه یې خپاره کړي دي.
د بي بي سي نړیوالو چارو خبریاله لیزدوسیت په خپل رپوټ کې کاږي، په جومات کې د پېښې پر مهال لمونځ کوونکي ډېر او چاودنه خورا زوروره وه، او داسې ښکاري چې یو بل دیني عالم د داعش په نظرونو کې و، چې په دا وروستیو کې دغه ډله د طالبانو سخت دښمنان ثابت شوي دي.
د بي بي سي خبریاله زیاتوي تېرو دریو میاشتو کې افغان پلازمېنه کې درې مشهور دیني عالمان په نښه شوي دي او دغه راز په نورو ولایتونو کې هم یو شمېر وژنې شوې دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پر ټوېټر باڼه دغه چاودنه غندلې او وايي عاملين به یې ډېر ژر ونيول شي.
په وروستيو کې په کابل کې بريدونه او چاودنې زیاتې شوې چې مرګژوبله هم ورسره مله وه. د دې برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

د عکس سرچینه، Reuters
څو ورځې وړاندې کابل کې د شيعه ګانو پر مذهبي مراسمو بريدونه وشول چې وروستيو دوو چاودنو کې يې لږ ترلږه لس تنه وژل شوي وو.
تر دې وړاندې د شپږيزې کرېکټ لوبو پر مهال چاودنه وشوه چې د طالبانو په وینا دوه کسان په کې ووژل شول او څو نور ټپيان شول.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان په څو سیمو کې د بیلابیلو فقهي مذهبونو دیني عالمان وژل شوي دي.
څو ورځې وړاندې طالبانو ته نژدې ديني عالم رحیم الله حقاني چاودنه کې ووژل شو له دې څو اوونۍ مخکې په کابل کې د ننګرهار ولایت یو دیني عالم په مرموز ډول ووژل شو.























