کابل کې بې درکه شوی پاکستانی خبریال انس ملک خوشی شوی

د عکس سرچینه، Twitter
د انس ملک په نوم هغه پاکستانی خبریال خوشی شوی چې ويل کېدل په افغانستان کې لا درکه شوی دی.
ښاغلي ملک پرخپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې، "زه بېرته راغلم".
د بي بي سي خبریال مدثر ملک وايي، چې له انس ملک سره یې خبرې کړې دي او ورته ویلي يې دي چې خوشې شوی خو دوه نور ملګري يې لا هم د طالبانو په بند کې دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
تر اوسه مالومه نه ده چې طالبانو د یوې هندي رسنۍ دغه پاکستانی خبریال او د ده ملګري ولې نیولي وو او نه یې د دوی د نيول کېدو په اړه لا څه ویلي دي، خو د بې درکه کېدو له رپوټونو وروسته د نوموړي کورنۍ، همکارانو او پاکستاني دیپلوماتانو اندېښنه څرګنده کړې وه.
په افغانستان کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان هم ويلي چې له انس ملک سره يې پر ټلیفون خبرې کړې دي او هغه په کابل کې دی او خوندي دی.
انس ملک د هند وائیون خبري شبکې لپاره له څه مودې راهیسې له افغانستانه خبریالي کوله، خو له دې مخکې یې د نورو رسنیو لپاره هم کار کړی.
پر وائیون نیوز د نوموړي وروستی رپوټ ۱۲ ساعته مخکې خپور شو، چې په کابل کې هغه کور ښيي چې امریکايي ډرون د القاعده مشر ایمن الظواهري په کې په نښه کړی.
نوموړي دوې ورځې مخکې پر ټویټر پاڼه لیکلي وو، چې افغانستان ته ستون شوی دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
د انس ملک ورور حسان ملک د بي بي سي اردو څانګې بلال کریم مغل ته ویلي، وروستی ځل یې تېره شپه نژدې ۱۲ بجې له کورنۍ سره اړیکه نیولې.
ښاغلی حسان وايي، کابل کې یې د پاکستان له سفارت سره اړیکه نیولې او ډاډ ورکړل شوی چې د موندلو هڅه یې روانې دي.
نوموړي په یوه ټویټر پیغام کې له چارواکو غوښتي چې د ورور موندلو لپاره یې هڅې وکړي.
کابل کې د بي بي سي خبریال مدثر ملک وايي، پرون پنجشنبه یې له دوی سره وروستی ځل اړیکه نیولې او بیا یې هېڅ درک نه شته.
ملک مدثر وايي، له طالبانو سره دې لړ کې څو ځله د اړیکو هڅه کړې، خو هېڅ ځواب یې نه دی موندلی.
د بي بي سي خبریال وايي، پاکستان سفارت ورته ویلي چې د افغانستان له چارواکو سره یې موضوع شریکه کړې ده او د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ورته ویلي چې د انس ملک د موندلو لپاره هڅې روانې دي.



















