ولې په افغانستان کې خبریالان په نښه کېږي؟

د غږ تشریح، په داسې حال کې چې سبا نړۍ د ازادو رسنیو یا د وینا د ازادۍ ورځ لمانځي، دا اونۍ په افغانستان کې په وسله والو بریدونو کې ۱۰ خبریالان ووژل شول.
د خپرېدو وخت

په داسې حال کې چې سبا نړۍ د ازادو رسنیو یا د وینا د ازادۍ ورځ لمانځي، دا اونۍ په افغانستان کې په وسله والو بریدونو کې ۱۰ خبریالان ووژل شول.

دوی کې په خوست کې د بي بي سي خبریال احمد شاه هم خپل ژوند له لاسه ورکړ. حکومت وايي چې د خبریالانو د خوندیتوپ لپاره پوره ګامونه اخلي او په دې لړ کې یې ډېر څه کړي دي.

اونیز بحث کې په دې غږیږو ولې په افغانستان کې خبریالان په نښه کېږي، د هغوی خوندیتوب لپاره څه کول په کار دي، ژورنالستانو په نښه کول به د بیان پر ازادۍ څه اغېز ولري؟

دا او نورې پوښتنې په کابل کې د خبریالانو د خوندیتوب د ټولنې غړي عبدالقدیم ویاړ، د پژواک د خبري اژانس مشر دانش کړوخیل او د بې پولې خبریالانو یا ار ایس ایف استازي اقبال خټک سره څېړو.

کوربه سپین تڼی دی.