طالبان: د کابل کارته سخي برید کې مو داعشیان وژلي او نیولي

د عکس سرچینه، @BakhtarNA
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د کابل کارته سخي سیمه کې یې تېره ورځ (چارشنبه) د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې پر یوه "ځاله" برید کړی چې څلور کسان یې پکې وژلي او یو ژوندی نیول شوی.
د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي، دغو داعش وسله والو غوښتل له یاد مرکزه پر هغو شیعه وګړو برید وکړي چې د محرم په ورځو کې د کارته سخي زیارت کې راټولېږي او شمېر یې زرګونو ته رسېږي.
بله خوا، کابل کې د طالبانو د استخباراتو ریاست ویلي، د داعش نیول شوي کس دې ډلې ته د استوګنې، وسلو پېر او نورې اسانتیاوې برابرولې.
طالبانو د نیول شوي "داعشي" یوه وېډیو خپره کړې او ورسره لیکلي یې دي چې دې سړي بهر ته د داعشیانو د ایستلو مسؤولیت درلود.
په وېدیو کې نیول شوی کس په دري غږېږي، خپل ځان معرفي کوي او وايي، له دوو کلونو راهیسې د یوه بل کس په مټ له داعش ډلې سره یوځای شوی او تر ډېره یې فعالیت نیمروز ولایت کې د هغو مسافرو د چارو سمبالښت و چې ایران ته یې استول.
دی وايي، شاوخوا ۳۰ کسان یې ایران ته رسولي او له هغه ځایه یې ترکیې ته استولي دي.
کابل کې دا برید درې ورځې وروسته تر هغه وشو، چې د کابل په زړه کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د امریکا سي ای اې ډرون په یوه برید کې په نښه او ووژل شو.

د عکس سرچینه، AFP
د الظواهري د وژل کېدو له اعلان درې ورځې وروسته لا هم طالبانو په دې اړه روښانه رسمي دریځ نه دی ښودلی.
د طالبانو د سرپرست حکومت د لومړي وزیر مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، تازه د خپل حکومت پر هغې پالیسۍ ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر خلاف نه کارېږي، کلک ولاړ دی خو په کابل کې يې د ظواهري د وژل کېدو خبر نه تأیید او نه هم رد کړی.
له سپینې ماڼۍ د الظواهري د وژل کېدو تر خبر لږ وړاندې طالبانو په کابل کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې برید منلی و او ويلي يې و چې دا برید چې په هره پلمه شوی وي غندي يې.
رویټرز خبري آژانس د طالبانو د یوه لوړپوړي چارواکي له خولې راپور ورکړی چې د طالبانو مشران په لوړه کچه په دې اړه په سلامشورو بوخت دي چې د امریکايي بې پيلوټه الوتکې هغه برید ته چې امریکايي چارواکو پکې د القاعدې د مشر د وژلو ادعا وکړه غبرګون وښيي که نه او که غبرګون ښيي، دا غبرګون به څه وي؟





















