خليلزاد: ښايي ځينو طالبانو د الظواهري په وژنه کې له امريکا سره مرسته کړې وي

خليلزاد

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د افغان سولې لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ویلي، دا شونتيا شته چې په طالبانو کې دې ځينو عناصرو له امريکا سره د القاعدې د مشر ايمن الظواهري په وژنه کې مرسته کړې وي.

نوموړي چې د امریکا له ملي راډيو سره (اېن پي ار) سره خبرې کولې وويل، داسې احتمال شته چې د حقاني شبکې په ګډون يو شمېر طالب چارواکي په کابل کې د القاعدې د مشر ايمن الظواهري له شتون څخه خبر وي خو د نوموړي په خبره د دې ډلې ټول مشرتابه ممکن په دې نه و خبر.

د القاعدې مشر ايمن الظواهري د يکشنبې په ورځ (۹ اګست) په افغانستان کې د امريکا بي پيلوټه الوتکې بريد کې ووژل شوی. دا له ۲۰۱۱ کال راهیسې د دې ډلې د بنسټګر اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته القاعده ته تر ټولو ستر ګوزار و.

طالبانو په کابل کې دا بريد غندلی خو د الظواهري د مړينې او د زلمي خليلزاد د وروستيو څرګندونو په اړه يې څه نه دي ويلي.

ښاغلي خليلزاد په خپله وروستۍ مرکه کې ويلي، ښايي په افغانستان کې د الظواهري له حضور سره د دوحې له تړون د سرغړونې په اړه د ځينو طالب مشرانو تر منځ اختلاف موجود وي.

ښاغلي خلیلزاد همدارنګه ویلي، دا ورته حیرانوونکې نه ده چې د طالبانو په ډله کې دې ځينو کسانو د ایمن الظواهري د استوګنځي افشا کولو کې له امریکا سره مرسته کړې وي.

Ayman al-Zawahiri. Photo: June 2011

د عکس سرچینه، AFP

د امریکا لخوا د القاعدې د مشر ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر طالبان د دوحې له تړون څخه په جدي سرغړونې تورن کړل.

ښاغلي خلیلزاد چې د امریکا په استازیتوب له طالبانو سره د دې هوکړې لاسلیک کوونکی و، د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر خبرې تایید کړې او ویلي یې دي چې په دغه هوکړه لیک کې طالبانو ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د القاده د ډلې يا کس خوا د امریکا پر ضد نه کارول کېږي.

بل پلو د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ویلي، په کابل کې د الظواهري وژنې د طالبانو د کړیو ژمنو په اړه شکونه او اندېښنې ډېرې کړې دي.

ایمن الظواهري پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د نهمې بریدونو سازمانولو کې ښکېل و چې نږدې ۳ زره کسان پکې وژل شوي وو.

۷۱ کلن الظواهري چې په خټه مصری او د سترګو جراح و،‌ د امریکا د ځانګړو ځواکونو لخوا په ۲۰۱۱ کال د پاکستان ایبټ‌ اباد کې د القاعده شبکې د بنسټګر او مخکیني مشر اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته،‌ د دې ډلې مشرۍ ته ورسېد.

په ورته وخت کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي د القاعده ملاتړي یا نورې اړوندې ترهګرې ډلې ښايي هڅه وکړي د الظواهري د وژنې غچ کې د امریکا ګټې او وګړي هدف وګرځوي.

د امریکا ولسمشر د القاعده شبکې دغه مشر همدا راز د دوه زرم کال اکتوبر کې د یمن عدن بندر ته څېرمه د امریکا پر "یو اېس اېس کول ناوال" جنګي بېړۍ او تر هغې دوه کاله وروړاندې، ۱۹۹۸ کال کینیا او تانزانیا کې د امریکا پر سفارتونو بریدونو کې هم ښکېل وباله.