ملګري ملتونو د پکتیکا او خوست زلزلو د لاملونو معلومولو هڅه کوي

زلزله

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په زلزله ځپلو سیمو کې بیا بیا ټکانونه محسوس شوي دي.
    • Author, صابر عزیز
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د افغانستان په سویل خیتځو ولایتونو خوست او پکتیکا کې د تېرې میاشتې زلزلو لړۍ بیا، بیا تازه شوې چې دې چارې ګڼې پوښتنې او اندېښنې راټوکولې دي.

لا خو د لومړۍ زلزلې ځپلې نه دي په کور شوي چې څو ورځې وړاندې بیا ورته ټکانونو ځمکه ولړځوله او بیا یې په خلکو نیم ودان کورونه راچپه کړل.

له دې موضوع وروسته ډېرې غوښتنې دا دې چې د دې زلزلې لاملونه باید پیدا شي، بېلابېل نظرونه یې هم په تړاو شته چې ځينې یې لا په دې هم شکمن کړي چې ښایې دا اصلاً طبيعي زلزلې نه وي.

له همدې امله په زلزله ځپلو سیمو کې خلک دې ته ډېر زړه نه ښه کوي چې د خپلو کورونو کومه خونه د بیا اوسېدو لپاره چمتو کړي.

له دې اندېښنو وروسته اوس ملګري ملتونه وایي چې هڅه کوي د چاپان د کارپوهانو په مټ په سیمه کې څېړنې وکړي، څو مالومه شي چې اصلي کیسه څه ده.

زلزله

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو متلونو د سیاسي استازولۍ چارسمبالي مشر مارکس پوتزل چې خوست ولایت ته تللی و، د دې ولایت په هوایې ډګر کې د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره خبرو کې وویل چې دوي هڅه کوي د خلکو کړاو راکم کړي او په دې بدو شرایطو کې یې لاس نیوی وکړي.

ښاغلی مارکس وایي د دوي د بشري مرستو د همغږې کوونکې ادارې مشر بیا دلته راغلی چې د خلکو حالت له نژدې وګوري او یومانا پر افغان وګړو پام کوي.

خو سراج الدین حقاني بیا له ملګرو ملتونو او مرستندویه هېوادونو او ادارو وغوښتل چې په لنډ مهاله توګه د زلزله ځپلو لپاره د سرپناه په برابرولو کې همکاري وکړي.

زلزله

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د زلرله ځپلو سیمو اوسېدونکي په کېږدیو کې ژوند کوي.

همدلته بیا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي رامز علي اکبروف وویل، دوی هڅه کوي د نورو مرستو ترڅنګ د زلزله ځپلو لپاره له ژمي وړاندې نژدې دوه زره موقت کورونه جوړ کړي.

ښاغلی اکبروف وایې چې زلزله ځپلې سیمې یې څو ځله لیدلې او دلته ګڼې ستونزه شته چې باید ورته رسېدنه وشي.

هغه وایي یوه ستونز په سیمه کې د سړکونو نشتوالی دی چې دوی اوس ورته پیسې نه لري، خو هڅه کوي چې د بهرنیو مرستندویانو په همکارۍ په يادو سيمو کې سړکونه جوړ کړي.

په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستیو زلزلو له امله شاوخوا څلورو زرو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او زرګونه کورونه زیانمن شوي دي چې دا مهال یې خلک هلته په خیمو کې د اوړي ګرمۍ تېروي او څو میاشتې وروسته بیا د ژمي سړې څپې پرې را روانې دي.