امام علي رحمان: ښايي په افغانستان کې وضعیت لا خراب شي

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې به وضعیت لاخراب شي.

د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، ښاغلي رحمان چې په قرغزستان کې یې د منځنۍ اسیا د هېوادونو په سرمشریزه کې وینا کوله ویلي چې دافغانستان پېښې به د منځني اسیا پر هېوادونو منفي اغیزې ولري.

د تاجکستان ولسمشر ویلي چې افغانستان کې وضعیت کولای شي چې ان په جیوپولیتکي انډول او د یورو اشیا په ځواکونو کې بدلون راولي.

ایشیا پلس خبري شبکه د اکي پریس خبري اژانس له قوله ویلي چې ښاغلي رحمان په افغانستان کې د وضعیت د خرابېدو په اړه خپلې اندېښنې د مینځني اسیا د هېوادونو د ولسمشرانو په څلورمه مشورتي غونډه کې چې د قرغزستان په چالپون اتا تفریحي ښار کې جوړه شوې وه بیان کړې.

د تاجکستان د ولسشمر له قوله ویل شوي چې له هغه مهال راهیسې چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسېدلي، دې ډلې د خپل نظام د مشروعیت په اړه د نړیوالې ټولنې او افغانستان د خلکو د قانع کولو لپاره کوم ګام نه دی پورته کړی.

ښاغلي رحمان ویلي چې طالب چارواکو هغه چارې چې په هېواد کې د وضعیت د کنټرول، امنیت د ټینګولو او د اقتصادي ستونزو د هوارولو په برخه کې د هغوی وړتیاوې په ډاګه کړي، نه دي ترسره کړي.

طالبانو

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، طالبانو مخکې پر تاجکستان تور پورې کړی و چې د افغانستان چارو کې لاسوهنه کوي.

د تاجکستان ولسمشر ویلي طالبان له ژمنو سره، سره د یوه ټولګډونه حکومت چې ټولې سیاسي ډلې او قومونه په ګې ګډون ولري مخالف دي.

ښاغلي رحمان دغه راز طالبان تورن کړي چې د بېلا بېلا قومي ډلو پر وړاندې خشن سیاست کوي.

طالبانو په دې اړه تراوسه غبرګون نه دی ښوولی، خو په تېر کې یې ادعا کړې ده چې د دوی په حکومت کې د هېواد د ټولو قومونو غړي شامل دي.

د تاجکستان ولسمشر تېر کال د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې هم د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان کې وضعیت د سیمې د سولې او ثبات لپاره جدي ګواښ بللی و.

ښاغلي رحمان هغه مهال له طالبانو غوښتنه کړې وه چې په افغانستان کې د ټولو سیاسي ډلو او قومونو په ګډون حکومت جوړ کړي.