امام علي رحمان د "افغانستان شاوخوا د امنيتي کمربند جوړولو وړانديز کړی"

د عکس سرچینه، Getty Images
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان (دوشنبې ۱۰ جنوري) د ګډ امنيتي تړون سازمان غړو هېوادونو غونډه کې د افغانستان شاوخوا د امنيتي کمربند د جوړولو وړانديز کړی دی.
د تسنيم خبري اژانس د خبر له مخې ښاغلي رحمان د روسيې له ولسمشر پوتين سره د تاجکستان او افغانستان د ګډې پولې د امنيت په اړه غږېدلی دی.
د تاجکستان ولسمشر غونډې ته ويلي، د دغه هېواد "د استخباراتو له مخې په ټوله کې د افغانستان په شمال ختيځو ولايتونو کې تر ۴۰ زيات د ترهګرو کمپونه او د روزنې مرکزونه موجود دي چې تر شپږ زره ډېر وسله وال په کې شته".
تاجکستان د افغانستان سره څه دپاسه ۱۳۵۰ کیلومتره پوله لري او وار وار یې په افغانستان کې د ناامنیو او جګړو په تړاو خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.
ښاغلي رحمان زياته کړې چې، "د تاجکستان او افغانستان پر پوله وضعيت ورځ تر بلې ترينګلی کېږي". نوموړي ويلي، "تېره اوونۍ پولې ته څېرمه لږ ترلږه ۱۱ طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان شوي دي".
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين هم په دې وروستيو کې له افغانستانه سيمې ته د افراطي اسلامپالو د نفوذ په اړه خبرداری ورکړی دی.
که څه هم طالبانو وړاندې ویلي چې هغوی ټولو هېوادونو سره ښې اړیکي غواړي او نورو هېوادونو ته ګواښ نه پېښوي خو د افغانستان شمالي ګاونډیان په دې هېواد کې د مېشتو اسلامپالو د بریدونو په اړه اندېښنه لري.

په ورته وخت کې د روسيې ولسمشر ولاديمیر پوتين د دې ويډيويي کنفرانس له لارې په قزاقستان کې وروستيو ناکراريو ته په اشارې سره ويلي چې "روسيه به هېڅکله په سيمه کې د انقلاب اجازه ورنکړي".
په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته روسي پوځیانو د افغانستان سره پر پوله د تاجکستان، اوزبکستان او قرغزستان د ځواکونو سره څو ځلې پوځي تمرینونه کړي دي.
په دې وروستیو کې قزاقستان ته روسيې پوځيان استولي دي. دا لومړی ځل دی چې د دغه پوځي ائتلاف شاوخوا ۲۵۰۰ سرتېري د يوه غړي هېواد د داخلي امنيت د ساتلو لپاره استول کېږي.
د دغو ځواکونو دنده دا ده چې د دغه هېواد د مهمو مرکزونو ساتنه وکړي.




















