تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا: افغانانو ته د کډوالۍ ځانګړو ویزو "اېس ای وي" پروسه اسانوو
- Author, راصد ځواک
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
د امریکا بهرنیو چارو او کورني امنیت وزارتونو اعلان کړی چې افغانانو لپاره د کډوالۍ ځانګړې ویزو (اېس ای وي) پروګرام کې بدلون او اسانتیا راولي.
دغو وزارتونو دوشنبه د جولای ۱۸مه یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې له دغه بدلون سره به افغانانو ته د کډوالۍ ځانګړو ویزو لپاره د غوښتنلیک سپارلو پروسه نوره هم ساده او اسانه شي.
اعلامیه وايي ټاکلې دا بدلون له روانې اوونۍ عملي شي او ورسره به د دغو ویزو متقاضیان نور اړ نه وي، چې ډېرې فورمې ډکې کړي، بلکې یوازې یوه DS-157 فورمه به ډکوي.
د امریکا بهرنیو چارو او د کورني امنیت وزارتونو ویلي دا نوې پروسه د اېس ای وي پروګرام د لا اغیزمنتیا لپاره د دوی د روانو هڅو برخه ده او له غوښتونکو یا متقاضیانو سره به د خنډونو له منځه وړلو او د غوښتنلیک وخت کمولو کې مرسته وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پر خپل ټویټر لیکلي چې "هغو زرګونو زړورو افغانانو ته ژمن دي چې تېرو دوو لسیزو کې دوی سره اوږه پر اوږه درېدلي."
د امریکا متحد ایالتونه د کډوالۍ ځانګړې ویزې (اېس ای وي) هغو افغانانو ته ورکوي چې د تېرو دوو لسیزو پر مهال یې افغانستان کې د امریکا له پوځي، ملکي او نورو اړوندو ادارو سره کار کړی وي.
امریکا افغانستان کې د تېر کال له تحول وروسته شاوخوا ۷۵ زره افغانان د تخلیې پروګرام په لړ کې ایستلي، چې ویل کېږي زرګونه د 'اېس ای وي' اسنادو درلودونکي هم پکې شامل دي.
خو ګڼ شمېر نور کسان چې ځانونه د دغه پروګرام پر شرایطو برابر او مستحق ګڼي او ځینې یې ان وايي د "اېس ای وي" غوښتنلیک یې هم منل شوی، لا افغانستان کې ایسار پاتې دي.
مبارز افغان (مستعار نوم) چې څو کاله یې افغانستان کې د امریکا نړیوالې پرمختیايي ادارې سره کار کړی، بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل چې د ده او ځینو همکارانو د مهاجرت ځانګړو ویزو غوښتلیکونه منل شوي، خو دا چې له افغانستانه د تخلیې پروسه درېدلې، نو هلته ایسار پاتې دي.
د نوموړي په وینا دوی ته ویل شوي چې امریکا ته لېږدول کېدو لپاره دې د الوتنو بېرته پیلېدو ته انتظار وباسي او یا دې درېم هېواد ته ولاړ شي، چې له هغه ځایه ولېږدول شي.
ښاغلی افغان وايي دا چې کابل کې د ګڼو هېوادونو سفاروتونه تړلي او د پاکستان ویزه هم په ګرانه ترلاسه کېږي، نو له خپلې کورنۍ سره افغانستان کې پاتې دی او د تخلیې پروسې بیا پیلېدو ته انتظار باسي.
دا چې له افغانستانه به د دغو کسانو د اېستلو پروسه بېا کله او څنګه پیلېږي او په دې تړاو د طالبانو حکومت سره خبرو کې څومره پرمختګ شوی، په دې اړه ډېر جزییات نشته.