له افغانستان وتلي زرګونه کسان لا هم په نیمه لار کې پاتې دي

د خپرېدو وخت

امریکايۍ نیویارک ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې د امریکا له خوا، له کابل هوايي ډګره اېستل شوي لسګونه زره افغانان، لا هم په ټولې امریکا کې په پوځي اډو کې او همدارنګه درېم هېواد کې وروستي منزل ته د رسېدو په تمه شپې سبا کوي.

لامل یې دا ښودلی شوی چې روغتیايي او امنیتي ارزونو دغه بهیر پڅ کړی، او په ځینو مواردو کې یې آن درولی دی.

زرګونه افغانان په پوځي امریکايي اډو کې په داسې حال کې وروستي منزل ته رسېدو په تمه ناست دي چې وروستیو کې امریکا ته په نويو رسېدلو افغانانو کې څلور کسان د شري په ناروغۍ اخته ول او دې کار د الوتنو ادامه او د دوی ځای پر ځای کېدل ځنډولی دی.

تر دې وړاندې بي بي سي هم داسې رپوټونه درلودل چې ځینې افغانان په قطر او امریکا کې په پوځي اډو کې نامناسبو شرایطو کې ژوند کوي.

اوسمهال ډېر نور افغانان د اېستل کېدو په تمه په افغانستان کې انتظار دي.

درې ورځې وړاندې پورې کابو ۶۴۰۰۰ افغان کډوال د امریکا متحده ایالتونو ته رسېدلې ول.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته د رسېدلو سندونو له مخې نژدې ۴۹۰۰۰ افغانان دننه په امریکا کې په اتو پوځي مرکزونو کې ژوند کوي او په تمه دي چې په دغه هېواد کې ورته استوګنځي برابر شي.

تقریباً ۱۸۰۰۰ کسان بیا له امریکا د باندې پوځ کوټونو کې چې ډېری یې په جرمني کې دي شپې ورځې تېروي.

ټاکل شوې ده چې په څو راتلونکو اوونیو کې ځینې کډوال له پوځو اډو بل ځای ته ولېږدول شي، خو ډېره برخه ته تر اوږدې مودې دغلته پاتې وي.

نامعلوم شمېر زیانمنونکي افغانان لا هم په افغانستان کې پاتې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د دغه هېواد د مشرانو جرګې یا کانګرېس په استماعیه غونډه کې د ولسمشر جوبایډن د حکومت له افغانستانه د اېستلو بهیر له څرنګوالي دفاع وکړه، په داسې حال کې چې د جمهوریپالو سناتورانو له نیوکو سره مخ شو چې آن د ده د استعفا غوښتنه یې وکړه.

ښاغلي بلېنکن وویل چې موږ د هوايي لېږد په تاریخ کې تر ټولو لوی عملیات پای ته ورسول او ۱۲۴۰۰۰ کسان مو امن ځي ته ولېږدول.

په داسې حال کې چې افغان کډوال له هېواده تښتېدلي د ژوند لوری یې لا تراوسه هم سم نه دی معلوم. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس چهارشنبه وویل چې حکومت یې تر وروستي بریده هڅه کوي افغان کډوال له پوځي اډو نورو ځایونو ته ولېږدوي.

خو دمګړۍ ګڼ کډوال شوي افغانان چې په کې ډېرې ښځې او ماشومان هم شته، په داسې وضعیت کې د انتظار شپې ورځې تېروي چې د رواني حالت د لا خرابېدو لامل یې کېدای شي.