امریکا: افغانانو ته د کډوالۍ ځانګړو ویزو "اېس ای وي" پروسه اسانوو

افغانان

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, راصد ځواک
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د امریکا بهرنیو چارو او کورني امنیت وزارتونو اعلان کړی چې افغانانو لپاره د کډوالۍ ځانګړې ویزو (اېس ای وي) پروګرام کې بدلون او اسانتیا راولي.

دغو وزارتونو دوشنبه د جولای ۱۸مه یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې له دغه بدلون سره به افغانانو ته د کډوالۍ ځانګړو ویزو لپاره د غوښتنلیک سپارلو پروسه نوره هم ساده او اسانه شي.

اعلامیه وايي ټاکلې دا بدلون له روانې اوونۍ عملي شي او ورسره به د دغو ویزو متقاضیان نور اړ نه وي‌،‌ چې ډېرې فورمې ډکې کړي، بلکې یوازې یوه DS-157 فورمه به ډکوي.‌

د امریکا بهرنیو چارو او د کورني امنیت وزارتونو ویلي دا نوې پروسه د اېس ای وي پروګرام د لا اغیزمنتیا لپاره د دوی د روانو هڅو برخه ده او له غوښتونکو یا متقاضیانو سره به د خنډونو له منځه وړلو او د غوښتنلیک وخت کمولو کې مرسته وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پر خپل ټویټر لیکلي چې "هغو زرګونو زړورو افغانانو ته ژمن دي‌ چې تېرو دوو لسیزو کې دوی سره اوږه پر اوږه درېدلي."

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د امریکا متحد ایالتونه د کډوالۍ ځانګړې ویزې (اېس ای وي) هغو افغانانو ته ورکوي چې د تېرو دوو لسیزو پر مهال یې افغانستان کې د امریکا له پوځي، ملکي او نورو اړوندو ادارو سره کار کړی وي.

امریکا افغانستان کې د تېر کال له تحول وروسته شاوخوا ۷۵ زره افغانان د تخلیې پروګرام په لړ کې ایستلي، چې ویل کېږي زرګونه د 'اېس ای وي' اسنادو درلودونکي هم پکې شامل دي. ‌

خو ګڼ شمېر نور کسان چې ځانونه د دغه پروګرام پر شرایطو برابر او مستحق ګڼي او ځینې یې ان وايي د "اېس ای وي" غوښتنلیک یې هم منل شوی، لا افغانستان کې ایسار پاتې دي.

مبارز افغان (مستعار نوم) چې څو کاله یې افغانستان کې د امریکا نړیوالې پرمختیايي‌ ادارې سره کار کړی، بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل چې د ده او ځینو همکارانو د مهاجرت ځانګړو ویزو غوښتلیکونه منل شوي، خو دا چې له افغانستانه د تخلیې پروسه درېدلې، نو هلته ایسار پاتې دي.

افغان کډوال

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، مریکا افغانستان کې د تېر کال له تحول وروسته شاوخوا ۷۵ زره افغانان د تخلیې پروګرام په لړ کې ایستلي

د نوموړي په وینا دوی ته ویل شوي چې امریکا ته لېږدول کېدو لپاره دې د الوتنو بېرته پیلېدو ته انتظار وباسي او یا دې درېم هېواد ته ولاړ شي، چې له هغه ځایه ولېږدول شي.

ښاغلی افغان وايي دا چې کابل کې د ګڼو هېوادونو سفاروتونه تړلي او د پاکستان ویزه هم په ګرانه ترلاسه کېږي، نو له خپلې کورنۍ سره افغانستان کې پاتې دی او د تخلیې پروسې بیا پیلېدو ته انتظار باسي.

دا چې له افغانستانه به د دغو کسانو د اېستلو پروسه بېا کله او څنګه پیلېږي او په دې تړاو د طالبانو حکومت سره خبرو کې څومره پرمختګ شوی، په دې اړه ډېر جزییات نشته.