هرات کې د ښځو ځانګړی بازار؛ مېرمنې وايي د کار او صنعت غوړېدو ته یې هیله منې کړې

- Author, مامون درانی
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت کې د مېرمنو د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي دغه ولايت کې يې د ښځو اقتصادي پياوړتيا لپاره د 'جمعه بازار' په نوم یو بازار جوړ کړى دى.
د دې خونې مشره نرګس هاشمي وايي ښځې به دغه بازار کې په کار کولو سره د صنعت او سوداګرۍ برخو کې د کار او پانګي بیا غوړېدو لپاره هيلې او انګيزه ومومي .
د نوموړې په وینا دا بازار هراتیو ښځو لپاره ځانګړی دی .
د دې بازار يوې هټۍ والې بي بي سي ته ویلي، چې دغه بازار ورځ پر ورځ مخ په غوړېدا دی .
له دې سره ملګرو ملتونو هم د کوچنیو او منځنۍ کچې سوداګرۍ د نړیوالې ورځې اړوند چې د جون ۲۷مې سره برابره ده، یوه اعلامیه کې د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ پر اړتیا ټینګار کړی دی.
ملګرو ملتونو ویلي د کوچنیو او منځنیو سوداګریو ملاتړ باید وشي.
تېرو دوو کلونو کې دغه کاروبارونه د کرونا وبا، د اقلیم بدلون او اوس بیا د اوکرایین جګړې له کبله سخت اغیزمن شوي دي.

افغانستان کې هم تېرکال د جمهوریت تر را پرځېدو وروسته د افغانستان صنعتي او سوداګریز نظام ګډوډ، کوچنۍ او منځنۍ سوداګرۍ او پانګونې سختې زیانمنې شوې او ملاتړ یې له لاسه ورکړی .
خو اوس په هرات کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشره نرګس هاشمي وايي هلته یې د جمعې بازار په نوم یو مارکېټ جوړ کړی، چې سوداګرې مېرمنې پکې وکړای شي خپلو توکو ته بازار او د کاروبار پیاوړتیا لپاره لار ومومي.
دا بازار د هرات په ۵۰- ۵۰ تفریحي پارک کې هره جمعه د ماسپښین له دوو د شپې تر ۱۲ بجو پورې پرانیستی وي.
په دې بازار کې د خوړو او سبزیو تر څنګ د هراتیو مېرمنو لاسي صنایع ، جامې ، سینګار توکې او ګڼ نور څه ترلاسه کېدای شي .

مريم کبيري چې په دې مارکېټ کې هټۍ لري، وايي د دوى بازار د ښځو په ګډون د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوى دى.
واک ته د طالبانو له بیار رسېدو را وروسته له کوره بهر د ښځو پر کار او حضور له محدودیتونو سره سره هرات له هغو محدودو ښارونو دی چې ښځې پکې لا هم له کوره بهر فعالیت کولی شي.
داسې ښکاري چې طالب چارواکي هم هلته د ښځو له فعالیتونو سره کومه ستونزه نه لري.
د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونه دغه مارکیټ د کورنیو د اقتصاد دودي او په خصوصي سکتور کې د مېرمنو د ونډي د بیا غوړیدا او پیاوړي کېدو لپاره مهم بولي.



















