ننګرهار کې د ښځو لاسي صنايعو نندارتون
د خپرېدو وخت
د رسمې شمېرو له مخې په افغانستان کې نژدې ۲۰ سلنه ښځې کارونه کوي. په دوی کې د هغو مېرمنو تولیداتو ته بازار موندنه او مارکیټ یوه لویه ستونزه وي چې پر لاسی صنعت کې بوختې دي.
خو اوس په ګڼو ولایتونو کې د مېرمنو لاسي توکو ته داسې نندارتونه جوړېږي، چې د پلور ښه بازازونه بلل کېږي. د افغانستان ختيځ ښار جلال اباد کې د مېرمنو يو کوچني نندارتون ته زموږ همکار ذبيح الله رحيمزی ورغلی او دا راپور يې رالېږلی دی.