بریتانیا: د هغه چا ملاتړ نه کوو چې افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې د سیاسي بدلون هڅه کوي

هوګو شارټر

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

بریتانیا وايي، د هغه چا ملاتړ به و نه کړي چې غواړي افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې سیاسي بدلون راولي.

دوحه کې د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر هوګو شارټر په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، بریتانیا د افغانانو په ګډون د هر هغه چا ملاتړ نه کوي چې موخه یې افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتول وي.

ښاغلي شارټر همدا راز ویلي، بریتانیا به اجازه ور نه کړي چې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په برخه کې یې خاوره وکارول شي.

په دغه خبر پاڼه کې دا هم راغلي چې هر ډول تاوتریخوالی نه د افغانستان او نه هم د نړۍ په ګټه دی او "موږ د هر ډول ترهګریزو بریدونو مخالف یوو او سخت یې غندو."

بریتانیا سفارت په دغه اعلامیه کې افغانستان سره پر بشري مرستو ټیګار شوی او ویلي یې دي:

" افغانستان کې د سولې او ثبات د ودې او ټینګښت لپاره افغانانو ته د بشر دوستانه مرستو د رسولو او د امنیت په برخه کې د ګډو اندېښنو د حل لپاره د افغانستان له اوسنۍ ادارې سره له عملي ښکېلتیا پرته بله لار نشته او دا هغه څه دي چې موږ یې کوو"

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

بریتانیا مخامخ کومې ځانګړې ډلې ته اشاره نه ده کړې خو د پخواني حکومت يو شمېر غړي په بريتانيا کې مېشت دي.

د طالبانو مرستيال وياند بلال کريمي پر ټوېټر پاڼه د بريتانیا د دې څرګندونو هرکلی کړی دی.

همدا ډول د تېر اګسټ میاشت راهیسې واک ته د طالبانو له رسېدو سره د "ملي مقاومت جبهې" په نامه د طالبان یوې مخالفې وسله واله ډلې د طالبانو حکومت پر وړاندې جګړه پیل کړې او په وار وار یې له نړیوالوغوښتي چې د طالبانو حکومت په رسمیت و نه پېژني.

نړيوال په داسې حال کې افغانستان کې پر ثبات راوستو ټینګار کوي چې دغه هېواد کې خونړي بریدونه زیات شوي چې د ډېرو مسولیت یې د اسلامي دولت (داعش) په نامه وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی.

تېره ورځ هم په کابل کې د سکانو پر عبادت ځای برید شوی و چې مرګ ژوبله یې لرله او داعش ډلې یې مسولیت منلی.

پر افغانستان د طالبانو له ولکي وروسته د بریتانیا په ګډون یو شمېر نور لویدیځ هېوادونه خپلې حکومتي چارې له دوحې پر مخ بیایي.