بورېس جانسن له طالبانو سره د تعامل غوښتنه کړې؛ طالبانو يې هرکلی کړی

د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن د دې هېواد د پارلمان په یوې جرګګۍ کې له طالبانو سره د تعامل د اړتیا خبره کړې ده.
نوموړي د افغانستان په اړه پارلمان کې د مخالف کارګر ګوند یوې غړې پوښتنې ته په ځواب کې ويلي، "په افغانستان کې بشري ناورین د ژورېدو د مخنیوي او د افغان ولس ملاتړ له پاره باید بريتانیا د طالبانو سره اړیکي وپالي".
د طالبانو حکومت د برتانیا د لومړي وزیر له دې دریځه هرکلی کړی دی. د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، "ټوله دنیا او هېوادونه باید ورته دریځ خپل کړي او د خبرو اترو له لارې خپلې شته اندیښنې حل کړي".
د بريتانيا لومړي وزير ويلي، "زه له طالبانو سره په تعامل کې یم او دغې مسلې ډېر بحثونه هم راپارولي دي. د کابل له سقوط او د نظام له بدلون وروسته، له طالبانو سره د تعامل نه کولو په اړه په بریتانیې کې له شته لیدلوري سره مخالف وم. ښايي هغوی یعنې طالبان د ټولو افغانانو استازیتوب ونه کړي".
د نوموړي په وينا "هغوی د افغانستان اوسني چارواکي دي. بریتانیا د افغان ولس او له هغو سره د مرستې لپاره باید له طالبانو سره تعامل وکړي".

په همدې حال کې د امریکا مالیې وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې، د دغه وزارت یوه مرستیال د قطر له چارواکو سره د افغانستان د مسایلو او بشري مرستو په تړاو لیده کاته کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې عربي متحده اماراتو په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیست، چې طالبانو ترې د دواړو هېوادونو ترمنځ داړیکو پراختیا او ټینګښت لپاره ستاینه کړې ده.
څه پاسه درې میاشتې مخکې چې طالبانو افغانستان کې واک ونیوه، د پاکستان، چین، روسیې، ازبکستان، ایران او ترکمنستان هېوادونو سفارتونه کابل کې فعال دي، خو لا یو هېواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
خو له طالبانو سره د تعامل خبره چې بېلابېل هېوادونه او نړیوال سازمانونه پرې ټینګار کوي ښايي طالبان هیله من کړي چې کرار کرار به یې نړۍ سره اړیکې ښې شي چې دوی په هېواد کې له اوسني اقتصادي کړکېچ او بشري ناورین سره د مبازرې لپاره ورته سخته اړتیا لري.
خو د امریکا په ګډون نړیوال ترې غواړي، چې د نړې سره د نژدې کېدو لپاره باید په افغانستان کې ټولګډونی حکومت جوړ کړي، د خلکو بشري حقونو ته درناوی وکړي، ښځو ته د کار اجازه ورکړي او نجونو ته د زده کړې شونتیا برابره کړي.




















