د طالبانو استازي د 'سېنټ پیټرزبورګ اقتصادي فورم' ته وربلل شوي

د عکس سرچینه، PETER KOVALEV/TASS
د سېنټ پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم ۲۵ مه غونډه پر روسیې د امریکا او اروپایې ټولني لخوا د لګېدليو بندیزونو تر سیوري لاندي پیل او درې ورځي به دوام وکړي.
روسیه، چې له کلونو راهیسې په سېنټ پیټرزبورګ کې د نړۍ د مشرانو او لویو سوداګریزو هېوادونو د کلنۍ اقتصادي غونډې کوربه توب کوي، د سږغونډه کې به د دغه ډول لویو سوداګریزو لوبغاړو حضور پیکه وي.
روسیه به سږنۍ غونډه کې د وړو اقتصادي لوبغاړو یا د چین په څېر اقتصادي ځواک کوربه توب کوي، دې غونډې ته د طالبانو د حکومت استازي هم وربلل شوي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د دوی د سوداګرۍ وزير به ډېر ژر دې غونډې ته ورسېږي.
په ورته وخت کې د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي د افغان طالبانو په رسمیت پیژندل د مسکو په اوسنۍ اجنډا کې شامل نه دي.
وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي د دې امکان شته چې روسیه افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني.
د سېنټ پيټرزبورګ اقتصادي فورم اجنډا به د روسیې د اقتصادي ودې لپاره نوي فرصتونه، له اروپایې ټولني د باندي له پنځو سترو هېوادونو سره د سوداګرۍ ښه والی او د روسیي پر مالي برخو د بندیزو راتلونکي موضوعات شامل وي.
له اروپایې ټولني د باندي پنځو سترو هېوادونو کې د روسیې په ګډون برازیل، هندوستان، چین او سویلي افریقا شامل دي.
د رپوټونو له مخې له څلویښتو د ډېرو هېوادونو لوړ پوړي پلاوي او د څه باندي ۱۲ سوه روسي او د شاوخوا ۲۶۰ بهرنیو شرکتونو استازي دغه اقتصادي غونډي ته وربلل شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
چین، بېلاروس، د مرکزي افریقا جمهوریت، هند، ایران، نیکاراګوا، سربیا او متحده عربي اماراتو استازي به د ویډیو لېنک له لارې په یاد اقتصادي کنفرانس کې ګډون او ویناوې وکړي.
مصر به د مېلمه هېواد په توګه د سېنټ پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم کې ګډون وکړي.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د سې شنبې په ورځ منځني ختیځ او اسیایې هېوادونو ته په اشارې سره خبریالانو ته وویل: "بهرني پانګه وال یوازې د امریکا متحده ایالاتو او د اروپايي ټولنې نه دي."
د سېنټ پپټرزبورګ نړیوال فورم د برخه والو په نوملړ کې د متحده ایالاتو یا اروپایي شرکتونو یا د دوی د اجرایوي رییسانو نومونه نشته. دا پر یو لوی ځواک د پراخو بندیزونو د غچ اخیستنې انځور منعکسوي.
ان هغه شرکتونه چې په روسیه کې د لوېدیز پانګوالو د عمومي وتلو سره سره تړل شوي نه دي نومونه یې د غونډې د برخوالو په نوملړ کې نشته.
د دې نړیوال فورم په څنډو کې به د نړیوالې همکارۍ نوې بڼه به څنګه وشي؟ تر عنوان لاندې یوه بله غونډه هم ترسره شي چې د روسیې د ملاتړو هېوادونو کیوبا او وینزوېلا همدارنګه ترکیه او مصر، چې د بندیزونو لګولو نه یې ډډه کړې استازي ویناو وکړي.
د انټرفاکس خبري اژانس د کرملین د یوه سلاکار یوري اوشاکوف له قوله ویلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د جمعې په ورځ د نړیوال اقتصادي وضعیت او په نږدې راتلونکي کې د روسیې د رول په اړه مهمه وینا وکړي.
هغه به په سیمه ییز وخت د ماښام په اتو بجو د فورم په څنډه کې په یوه خبري ناسته کې هم ګډون وکړي او د خبریالانو پوښتنې به ځواب کړي.



















