کابل کې تېر کال له الوتکې د افغانانو د لوېدو پېښه؛ امریکا خپل ځواکونه ملامت نه ګڼي

د کابل هوايي ډګر

د عکس سرچینه، AFP

د خپرېدو وخت

د امریکا هوايي ځواکونو ویلي، تېر کال په اګسټ میاشت کې پر کابل د طالبانو بیا واکمنېدو سره د کابل له هوايي ډګره د افغانانو ایستلو پرمهال د افغانانو د وژلو قضیه کې خپل هوايي ځواکونه ملامت نه ګڼي.

دوی وايي، د بار وړونکې سي ۱۷ ډوله الوتکې عملې د کابل پر هوايي ډګر مناسب کار کړی.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د امریکا د هوايي‌ ځواکونو په حواله ویلي، هغه وخت د هوايي ځواکونو عمله له خرابېدونکي امنیتي وضعیت سره مخامخ شو ه، چې بهر ته د ځان ایستلو په موخه سلګونه افغانانو د هوايي ډګر د ننه پر الوتکو هجوم وروړ، بالاخره دوی د الوتکې پورته کولو ته اړ شول.

په تېره اګسټ میاشت کې ددغې الوتکې له څو سوه فوټه پورته کېدو څو شېبې وروسته دوه کسان له الوتکې راولوېدل او مړه شول، هغه مهال د الوتکې دا پېښه او وېډیو په نړیوالو رسنیو کې د سر خبر شو چې پر باډۍ یې خلک ناست وو.

په وژل شویو کې یو ۱۹ کلن افغان فوټبال لوبغاړی و. الوتکه له کابله قطر ته د افغانانو د لېږد لپاره روانه وه.

کي انوري

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، فوټبالر زکي انوري یو له هغو کسانو و، چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې کابل کې له امریکايي پوځي الوتکې راولوېد.

د امریکا هوايي ځواکونه وايي، دوی هغه وخت ژر د الوتکې پورته کولو پرېکړې ته اړ شول چې له ناڅرګند حالت سره مخامخېدونکي وو او وضعیت د ترینګلتیا خوا ته روان و.‌

د امریکا هوايي ځواک له دې الوتکې د دوو افغانانو رالوېدل او مړه کېدل "له غمه ډکه پېښه" بللې ده.

هغه مهال د پېښې وېډیو تر خپرېدا وروسته پر خواله رسنیو ۲٫۳ میلیون ځله کتل شوې وه.

د تېر اګسټ پر ۱۵مه وروسته تر هغه چې طالبانو کابل ونیو، زرګونه افغانانانو د کابل هوايي ډګر ته بهر ته د تګ په موخه ځانونه ورسول، امریکا له دې هوايي ډګره د خپلو پوځي پرسونل، ملکي کارمنانو او افغان ملګرو د ایستلو چارې پیل کړې.

سپینه ماڼۍ وايي، د تېر کال د اګسټ تر ۳۱مې یې له افغانستانه تر ۱۲۰٫۰۰۰ ډېر خلک وایستل، خو زرګونه نور هغه افغانان چې غوښتل یې بهر ته ولاړ شي، له الوتنو پاتې شول.