جنرال مککول: بریتانیا افغانانو سره کړې ژمنه نه ده پر ځای کړې

General Sir John McColl
د خپرېدو وخت

د بریتانیا د پوځ یوه مخکیني مشر 'جنرال سر جان مککول' چې افغانستان کې یې هم دنده ترسره کړې ویلي د بریتانیا حکومت باید "د شرم ژور احساس" وکړي ځکه ګڼ هغه افغانان چې له ناټو سره یې کار کړی لا هم خپل هېواد کې پاتې دي.

هغه زیاته کړې بریتانیا هغو افغانانو سره خپله ژمنه نه ده پر ځای کړې،‌ چې دوی سره د همکارۍ له کبله د طالبانو تر ګواښ لاندې دي.

د بریتانیا د پوځ دغه پخواني مشر ویلي سلګونه کسان چې بریتانیا ته د راتللو جوګه او مستحق دي‌،‌ لا هم افغانستان کې پټ ژوند تېروي.

د بریتانیا دفاع وزارت وايي چې تر اوسه یې له ۹۰۰۰ ډېر افغانان له خپلو اړوندو کورنیو سره لېږدولې دي.

د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې تر ۲۰ زرو ډېرو افغانانو ته بریتانیا کې د اوسېدو زمینه برابروي.

جنرال مککول وايي‌ غواړي نیغ په نیغه لومړي‌ وزیر بورېس جانس ته ووايي چې "موږ دغو خلکو سره پر هغوی د پام ساتلو ژمنه کړې - تاسې دا ژمنه کړې - (خو) اوس دا ژمنه نه پر ځای کوئ، نو داسې یو سیستم ته وخت ورکړی چې پر ځای یې کړي. دا وېرونکی حالت دی."

لسګونه زره افغانان تېر کال تر هغې وروسته له افغانستان ووتل چې طالبان د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو سره تر ۲۰ کاله خونړې جګړې وروسته په لنډو ورځو کې بېرته واک ته ورسېدل.‌

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه پلازمېنې کابل ته هم ننوتل او بیاځلي واکمنېدو یې دا اندېښنه پیدا کړه چې له هغو افغانانو به غچ واخلي، چې له بهرنیو ځواکونو او نړیوالو ادارو سره یې همکاري کړې.

جنرال مککول د بي بي سي دویم چینل یوې خپرونه کې ویلي د ده په باور : "سلګونه افغانان چې د حکومت د بېامېشتېدو طرحو له مخې بریتانیا ته د راتګ جوګه دي" لا هم له دې وېرې چې بریتانویانو سره د کار له کبله به ووژل شي "له طالبانو پټ ژوند تېروي."

Gen Sir John McColl

دغه پخوانی جنرال په ۲۰۰۵ کال افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړی استازی ټاکل شوی او له ۲۰۰۷ تر ۲۰۱۱ کال پورې یې اروپا کې د ناټو د سترې شریکې قومندانۍ مرستیال په توګه کار کړی.‌

هغه اوس وايي د افغانانو لپاره د بریتانیا د حکومت د بیامېشتېدو طرحې دې هدف ته رسېدو لپاره مناسبې نه دي او دا چې د غوښتنلیکونو بهیر "له نه توجیه کېدو ځنډ" سره مخ دی.‌

په دغو طرحو کې یوه د افغانانو د ځای پر ځای کولو او مرستې پالیسي (اراپ) ده،‌ چې د ۲۰۲۱ کال اپرېل کې پیل شوې خو ویل کېږي چارې یې ټکنۍ پر مخ ځي.

جنرال مککول وايي د افغانانو د رایستلو چارې "له نهو میاشتو راهیسې" له ځنډ او خنډ سره مخ دی او دا چې "د غوښتنلیکونو شمېر او پیچلتیا" ته رسېدو لپاره هېڅ کارنده سیستم نشته.

هغه زیاتوي دې ته واقعآ هېڅ دلیل نه ګوري چې حکومت ولې دا کار نه کوي.

دغه پخواني جنرال د بریتانیا پر دفاعي کومېټې غږ کړی چې د اراپ طرحه وڅېړي، دا مالومه کې چې ستونزه یې کوم ځای کې ده، او ژر تر ژره یې حل کړي.

د بریتانیا حکومت تېر سپتمبر کې د تاوده هرکلي په نامه د پروګرام پیل اعلان کړ چې له مخې یې دغه هېواد ته لېږدول شویو افغانانو سره د روغتیا، زدکړو، کار او ټولنه کې د ښه ادغام لپاره د مرستو ژمنه شوې.

افغان کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانس هغه مهال ویلي و:‌ "موږ د هغو کسانو چې افغانستان کې یې (زموږ) له وسله والو ځواکونو سره کار کړی، ډېر پوروړي یو - زه هوډمن یم چې موږ به دوی او کورنیو ته یې هغه ملاتړ برابر کړو چې دلته په انګلستان کې د ژوند لپاره ورته اړتیا لري."

د بریتانیا د پوځ دغه مخکیني جنرال د دې پوښتنې په اړه چې ګوندې د افغانانو د ځای پر ځای کېدو طرحې اوکرایین کې د جګړې له کبله ځنډېدلې وویل دا سمه پلمه نه ده.‌

جنرال مککول ویلي حکومت باید د ډېر شرم احساس وکړي، څنګه چې یې زه کوم."

د بریتانیا دفاع وزارت وايي‌ "دوی پر هغو ننګونکو شرایطو پوه دي چې د افغانانو د ځای پر ځای کولو او مرستې پالیسۍ (اراپ) له مخې بریتانیا کې د مېشتېدو غوښتونکي افغانان ورسره مخ دي" او دا چې دوی غوښتنلیکونه د امکان تر حده په چتکه پروسس کوي.

دا وزارت زیاتوي‌ چې "دغه طرحه پرانیستې، د وخت محدودیت نه لري، او د دغه کار دوام ته هوډمن یو."