تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان افغان صادراتو ته له نویو مقرراتو معافیت لنډمهاله وغځاوه
د پاکستان حکومت دغه هېواد ته د افغانستان د صادراتو لپاره د وارداتو برېښنايي فورم "يي ای اېف" معافیت ۴۵ ورځې غځولی دی.
افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان پر خپل ټویټر لیکلي چې دا ګام افغانستان کې د بانکي خدماتو ستونزو ته په کتو د دې لپاره پورته شوی چې له دغه هېواد سره د سوداګرۍ ملاتړ وشي.
هغه دا راز زیاته کړې چې په دې موده (۴۵ ورځو) کې به د بارټر سوداګرۍ اداری کولو لپاره لارې چارې وکتل شي.
تر دې مخکې د پاکستان مرکزي بانک د خپل هېواد ګومرکونو ته امر کړی و چې سر له روانې اوونۍ دې د افغانستان صادراتو ته د وارداتو له برېښنايي فورم یا (EIF) پرته د ورتګ اجازه نه ورکوي.
خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي و چې د پاکستان بانکونه افغان سوداګرو ته دغه فورم نه ورکوي.
د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي اندېښنه ښودلې وه چې که دا پرېکړه پلې شي، پاکستان ته به د افغانستان صادارت ودرېږي.
هغه د طالبانو له حکومت غوښتي وو چې له پاکستان سره د دې پریکړې د ځنډولو په اړه خبرې وکړي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونې د مالوماتو له مخې پاکستان تر دې وړاندې هم دوه ځله د افغانستان صادراتي توکو لپاره دغه فورم معاف کړی دی.
د وارداتو برېښنايي فورم EIF څه شی دی؟
"د برېښنایی وارداتو فورم" داسې وسیله ده چې د پاکستان د حکومت لخوا د بهرنیو تادیاتو سرچینې او جریان څارلو لپاره کارول کېږي او دغه راز هغه توکي چیک کوي چې د پاکستان د مرکزي (سټېټ) بانک له لارې د بهرنيو اسعارو پرته وارد شوي.
د دې فورم له مخې باید پاکستان ته ورتلونکو سوداګریزو توکو پېرودنکی، د هغه بانکي حساب، ځای او همدا راز صادرونکی، د صادرېدو هېواد، د سوداګر ادرس، د صادرېدو بندر او نور جزیات مالوم وي.
د دې فورم له مخې دا هم اړینه وي چې د پېرل شویو توکو پیسې له رسمي لارو صادرونکي هېواد ته ولېږدول شي.