افغان صادراتو ته د پاکستان نوي مقررات؛‌ سوداګر وايي‌ د طالبانو حکومت دې ورسره خبرې وکړي

د خپرېدو وخت

د پاکستان مرکزي بانک د دغه هېواد ګومرکونو ته امر کړی چې سر له سبا (شنبې) دې د افغانستان صادراتو ته له "يي ای اېف" یا د وارداتو برېښنايي فورم پرته اجازه نه ورکوي.

ټاکلې دا پرېکړې د اپریل له دېرشمې الزامي شي.

د دې له مخې به دا اړینه وي چې لومړی د افغانستان صادراتو ته دغه فورم ورکړل شي او بیا په رسمي ډول د پېرل شویو توکو پیسې افغانستان ته ولېږدول شي.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه ادعا کوي‌ چې د پاکستان بانکونه دغه فورم افغان سوداګرو ته نه ورکوي.

د دې خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي که دا پرېکړه پلې شي، پاکستان ته به د افغانستان صادارت ودریږي.

نوموړی دا د اندېښنې وړ ګني‌ او د طالبانو له چارواکو غواړي چې له پاکستان سره دې د دې پریکړې د ځنډولو په اړه خبرې وکړي.

له دې سره د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، پاکستان له وړاندې دوه ځله د افغانستان صادراتي توکو ل‍پاره دغه فورم معاف کړی، او د عملي کېدو لپاره ورکړی وخت یې تر راتلونکې شنبې پوره کېږي.

يي ای اېف یا د بریښنایی وارداتو فورمه یوه وسیله ده چې د پاکستان حکومت لخوا د بهرنیو تادیاتو سرچینې او جریان څارلو لپاره کارول کېږي او هغه توکي چیک کوي چې د پاکستان مرکزي بانک له لارې له بهرنيو اسعارو پرته وارد شوي.