پاکستان افغان صادراتو ته له نویو مقرراتو معافیت لنډمهاله وغځاوه

تورخم

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د پاکستان حکومت دغه هېواد ته د افغانستان د صادراتو لپاره د وارداتو برېښنايي فورم "يي ای اېف" معافیت ۴۵ ورځې غځولی دی.‌

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي‌ استازي محمد صادق خان پر خپل ټویټر لیکلي چې دا ګام افغانستان کې د بانکي خدماتو ستونزو ته په کتو د دې لپاره پورته شوی چې له دغه هېواد سره د سوداګرۍ ملاتړ وشي.‌

هغه دا راز زیاته کړې چې په دې موده (۴۵ ورځو) کې به د بارټر سوداګرۍ اداری کولو لپاره لارې چارې وکتل شي.

تر دې مخکې د پاکستان مرکزي بانک د خپل هېواد ګومرکونو ته امر کړی و چې سر له روانې اوونۍ دې د افغانستان صادراتو ته د وارداتو له برېښنايي فورم یا (EIF) پرته د ورتګ اجازه نه ورکوي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویل‍ي و‌ چې د پاکستان بانکونه افغان سوداګرو ته دغه فورم نه ورکوي.

د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي اندېښنه ښودلې وه چې که دا پرېکړه پلې شي، پاکستان ته به د افغانستان صادارت ودرېږي.

هغه د طالبانو له حکومت غوښتي وو چې له پاکستان سره د دې پریکړې د ځنډولو په اړه خبرې وکړي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونې د مالوماتو له مخې پاکستان تر دې وړاندې هم دوه ځله د افغانستان صادراتي توکو ل‍پاره دغه فورم معاف کړی دی.

د وارداتو برېښنايي‌ فورم EIF څه شی دی؟

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، وچه او تازه مېوه د افغان صادراتو ډېره برخه جوړوي.

"د برېښنایی وارداتو فورم" داسې وسیله ده چې د پاکستان د حکومت لخوا د بهرنیو تادیاتو سرچینې او جریان څارلو لپاره کارول کېږي او دغه راز هغه توکي چیک کوي چې د پاکستان د مرکزي (سټېټ) بانک له لارې د بهرنيو اسعارو پرته وارد شوي.

د دې فورم له مخې باید پاکستان ته ورتلونکو سوداګریزو توکو ‍پېرودنکی، د هغه بانکي حساب، ځای او همدا راز صادرونکی، د صادرېدو هېواد، د سوداګر ادرس، د صادرېدو بندر او نور جزیات مالوم وي.‌

د دې فورم له مخې دا هم اړینه وي چې د پېرل شویو توکو پیسې له رسمي لارو صادرونکي هېواد ته ولېږدول شي.