افغانستان کې ايسارې نیوزیلنډۍ خبریالې خپل هېواد ته د ستنېدلو اجازه ومونده

د خپرېدو وخت

نیوزیلنډ حکومت هغې مېندوارې خبریالې ته هېواد ته د ستنېدو اجازه ورکړې چې له طالبانو یې مرسته غوښتې وه. مخکې دې نیوزیلنډۍ خبریالې چارلېټ بېلز ویلي و چې هېواد ته د نه پرېښودلو له امله اړه شوه چې له طالبانو نه مرسته وغواړي.

د یادونې ده، چې نیوزیلنډ حکومت مخکې د کووېډ مخنیوي سختو بندیزونو له کبله نوموړې ته اجازه نه ورکوله چې خپل هېواد ته ستنه شي او دې موضوع یوه پراخه غوغا رامنځته کړه.

نوموړې وايي، غواړي چې نیوزیلنډ ته د خپل ماشوم د زېږولو لپاره ستنه شي.

دې موضوع ته د ډېرو له پام اوښتو وروسته د سې شنبې پر ورځ نیوزیلنډ حکومت وویل، د اغلې بېلز لپاره یې د هوايي سفر او قرنطین مودې تېرولو انتظام کړی.

د نیوزیلنډ مرستیال لومړي وزیر ګرانټ رابرټسن د سې شنبې پر ورځ د کورونا وضعیت په هکله خبریالانو سره مرکه کې د اغلې بېلز یادوونه وکړه او ویې ویل:

''د اغلې بېلز د قرنطین مودې تېرولو لپاره یو ځای مشخص شوی دی او زه له هغې غواړم چې همداسې وکړي. ''

نوموړي هغه خبرې رد کړې، چې ګواکې دې موضوع ته د پام اوښتو له کبله یې اوس دا اقدام کړی، بلکې په وینا یې حکومتي چارواکي په ورځنۍ توګه د بېړنیو غوښتنلیکونو منلو په تړاو کار کوي.

له هغه وروسته چې نوموړې پر شنبه یوه ملي ورځپاڼه کې د خپلې تجربې کیسه ولیکله، نیوزیلنډ حکومت مخکې وویل، اغلې بېلز ته یې دوه ځله د قونسلي مشورو وړاندیز کړی.

نیوزیلنډ چارواکو ویلي و چارواکو اغلې بېلز ته یې لارښونه کړې وه چې د بېړني حالت په کټګوري کې یو ځل بیا د ویزې لپاره عریضه وکړي.

د نیوزیلنډ هارالډ ورځپاڼې ته په یوه مطلب کې اغلې بېلز ویلي و تېره اونۍ د نیوزیلنډ حکومت کور ته د ستنېدنې په اړه د هغې عریضه رد کړه.

چارلېټ بېلز ویلي له هغه مهال راهیسې چې نوموړې هڅه کوي هېواد ته ستنه شي خو د محدودیتونه له امله نه شي کولای یوه بل هېواد هم ورته د پناه ورکولو وړاندیز کړی دی.

آغلې بېلز واده نه دی کړی او تېرکال له خپل بیلجمي ملګري سره چې فوټو ژورنالیست دی افغانستان ته د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه رپوټونو چمتو کولو په خاطر ورغلې وه.

هغه له خپل ملګري سره بیلجیم ته تللې وه خو هلته له څو اونیو تېرولو وروسته ځکه له طالبانو نه د مرستې غوښتنه وکړه چې تر ډېرې مودې پورې د ویزې نه لرلو له امله بیلجم کې نه شوه پاتې کېدای.

چارلېټ بېلز وايي له طالبانو نه یې غوښتنه کړې وه چې آیا کولای شي بېرته افغانستان ته ستنه شي؟

هغه وايي: ''طالب چارواکو زما دې غوښتنې ته مثبت ځواب راکړ او راته یې وویل چې کولای شم بېرته افغانستان ته ستنه شم او که له کومې ستونزې سره مخامخه شوم نو هغوی ته احوال ورکړم. ''

په ورته وخت کې یو شمېر کسانو د طالبانو لخوا هغې ته د ځای ورکولو په اړه نیوکه کړې او وايي په داسې حال کې چې ډېر ځله افغان خبریالان د طالبانو لخوا ګواښل کېږي، وهل کېږي او ان وژل کېږي طالبان بهرنیو خبریالانو ته هرکلی وايي او له هغوی سره نرم چلن کوي.

نیوزیلنډ کې محدویتونه

هېواد ته د چارلېټ بېلز د سفر مخنیوي یو ځل بیا پر هغو تدابېرو رڼا واچوله چې د نیوزیلنډ حکومت د کورونا ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي په خاطر کړي دي.

نیوزیلنډ د کورونا وېروس د مخنیوي په موخه سخت محدودیتونه لګولي او ان په دې وروستیو کې د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې جاسندرا اردرن د نویو محدودیتونو له اعلان وروسته خپل د واده مراسم لغوه کړل.

اوسمهال د نیوزیلنډ حکومت یوازې هغو نیوزیلنډي وګړو او هغو کسانو ته چې په نیوزیلنډ کې د اوسېدو دایمي اسناد لري د بېرته ستندېدو اجازه ورکوي چې لس ورځې ځانونه په ځانګړو هوټلونو کې قرنطینوي.

خو دا چې په هوټلونو کې د قرنطین لپاره ځای په ګرانه پېدا کېږي ګڼ شمېر نیوزیلنډي وګړي په نورو هېوادونو کې ایسار پاتې دي.

له هغه مهال راهیسې چې د نیوزیلنډ په هارالډ ورځپاڼه کې د اغلې بېلز لخوا لیکل شوی مطلب خپور شوی د نیوزیلنډ له چارواکو نه غوښتنې ډېرې شوي چې د کورونا د خپرېدو د مخنیوي په موخه لګول شویو محدودیتونو کې د اغلې بېلز په څېر کسانو او په ځانګړې توګه میندوارو ښځو لپاره نرمښت راولي.