د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې خپل د واده مراسم لغوه کړل

د خپرېدو وخت

د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې جاسندرا اردرن د کورونا له امله د نویو محدودیتونو له اعلان وروسته خپل د واده مراسم لغوه کړل.

په نیوزیلنډ کې د کورونا د اومېکرون بڼې پېښو له ثبتېدو وروسته په ټول هېواد کې د لوړې کچې محدودیتونه لګول شوي.

د نویو محدودیتونو له مخې به په عامه مجلسونو کې واکسین شوي ۱۰۰ تنه ګډون کولای شي، او خلک باید په دوکانونو او عامه ترانسپورت کې ماسکونه وتړي.

د نیوزیلنډ لومړۍ وزېرې هغه رپوټونه تایید کړل چې وايي د نویو محدودیتونو له امله یې له کلارک ګېفورډ سره د خپل واده مراسم چې پلان شوي وو لغوه کړي دي.

هغې ویلي ''زه د نیوزیلنډ له نورو خلکو نه جلا نه یم، د کورونا وبا پر زرګونو کسانو ویجاړونکی اغیز لرلی چې تر ټولو ناوړه یې دا دی چې نه شي کولای له خپلو ناروغو عزیرانو سره یوځای شي، دا له هغه درد و غم نه ډېر دی چې ما تجربه کړ. ''

په نیوزیلنډ کې نوي محدودیتونه د یکشنبې په شپه وروسته له هغه ولګول شول چې د کورونا د اومېکرون بڼې ۹ پېښې ثبت شوې.

د یوې کورنۍ د غړو د کورونا ازموینه چې په اکلنډ کې یې په یوه واده کې برخه اخیستې وه کور ته له سنېدو وروسته مثبته وخته.

د الوتکې د عملې یوه غړې هم د کورونا په اومېکرون بڼې اخته شوې ده.

چارواکو ویلي چې له دې کسانو نه نورو ټولنو ته د اومېکرون د ورلېږېدو کچه لوړه ده.

اوس به په غونډو کې یوازې تر ۱۰۰ پورې هغه کسان ګډون کولای شي چې د کورونا ضد واکسین شوي وي کنه نو یوازې ۲۵ کسان به په غوڼد کې ګډون کولای شي.

ځایي رسنۍ وايي نوي محدودیتونه پر وادونو او سپورتي کلپونو هم عملي کېږي.

په ښوونځیو کې د څلورم او له څلورم ټولګې نه د پورته ټولګیو زده کوونکي هم اړ دي چې ماسکونه وتړي.

په نیوزیلنډ کې د کورونا وبا له پیل راهیسې سخت محدودونه لګول شوي وو چې له امله یې په دغه هېواد کې د کورونا له امله د مړینه کچه ټیټه پاتې شوې ده.

نیوزیلنډ یو له هغو لومړنیو هېوادونو و چې د کورونا وبا له پیل سره سم یې خپلې پولې وتړلې او کوربندي یې اعلان کړه.

ګومان دی چې په نیوزیلنډ کې ۹۴ سلنه هغه وګړي چې عمرونه یې له ۱۲ کلونو نه پورته دي په په بشپړه توګه د کورونا ضد واکسین شوي او ۵۶ سلنه وګړو ته د کورونا ضد دریم واکسین هم شوی دی.

په نیوزیلنډ کې ټول ۱۵۱۰۴ کسان په کورونا اخته شوي او ۵۲ کسان ترینه مړه شوي دي.