تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې کوژده
د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې له خپل ملګري کلارک ګېفورډ سره کوژده کړې. د جمعې پر ورځ اغلې جاسندرا اردرن داسې حال کې ولیدل شوه، چې د کیڼ لاس پر منځنۍ ګوته یې د الماسو ګوتمۍ په ګوته کړې وه او وروسته چارواکو د ټلویزیوني خپرونې له وړاندې کوونکي ګېفورډ سره د هغې کوژده تایید کړه.
اغلې اردرن په مراسمو کې ګډون کړی و او د یوه خبریال پام د هغې پر ګوته نوې ګوتمۍ ته واوښت. خبریال په دې تړاو د لومړۍ وزیرې له دفتره وپوښتل او د اغلې اردرن ویاند تایید کړه چې دغې جوړې د ایسټر پر مهال کوژده کړې.
اغلې اردرن پروسږ کال د دغې جوړې لومړی اولاد وزېږاوه چې لور وه او لومړۍ وزیرې د نیوې تي اروها نوم پرې کېښود. د بي بي سي خبریالې ویکټوریا ډربي شایر د سږ کال جنورۍ کې له اغلې اردرن پوښتلي و، چې له خپل ملګري سره کوژه کوي او که نه، د هغې ځواب و:
''نه، زه به دا وړاندیز و نه کړم، زه غواړم دی له دې ځور او ذهني فشاره تېر شي او په دې اړه خپله فکر وکړي. ''
اغلې اردرن دویمه داسې مېرمن ده چې د یوه هېواد مشري دندې پر مهال یې اولاد زېږېدلی. د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزیره بینظیر بوټو لومړنۍ مېرمن وه چې د لومړي وزارت په موده کې یې ماشوم زېږولی و.