د پاکستان سترې محکمې لومړنۍ ښځینه قاضۍ لوړه وکړه

جسٹس عائشہ ملک

د عکس سرچینه، PTV

د خپرېدو وخت

عایشه ملک د پاکستان سترې محکمې د لومړنۍ ښځینه قاضۍ په توګه لوړه وکړه.

د یادونې ده، چې دا وروستیو کې د پاکستان عدلي کمېسیون له سپارښتنې وروسته د دغه هېواد پارلمانۍ کومېټې د سترې محکمې لومړنۍ ښځینه قاضي په توګه د اغلې ملک نوم تایید کړی و.

د پاکستان قانون وزیر فروغ نیسم په وینا د دې کمېسیون پنځو غړو د نوموړې نوم تایید کړ او څلورو بیا مخالفه رایې ورکړه.

۵۵ کلنه عایشه ملک له دې مخکې د پنجاب ایالت مرکزي ښار لاهور په عالي محکمه کې د قاضۍ دنده درلوده.

جسٹس عائشہ ملک

د عکس سرچینه، International Association of Women Judges

د عکس تشریح، د پاکستاني مدافع وکیلانو ټولنو یوې ډلې د مېرمن ملک له ګومارنې سره مخالفت کاوه.

د پاکستاني مدافع وکیلانو ټولنو یوې ډلې د هېواد په ستره محکمه کې د دې لومړنۍ ښځینه قاضي ګومارنه د 'رتبې له اصولو سرغړوونه ' بلله او مخالفت یې کاوه، خو د ښځینه مدافع وکیلانو بیا ټینګار کاوه، چې د پاکستاني قانون له مخې داسې هېڅ خنډ نه شته او د رتبې له مخې د قاضیانو ګومارنه داسې موضوع ده، چې تر اوسه حل شوې نه ده.

مېرمن عایشه ملک د امریکا هارورډ پوهنتون په ګډون له یو شمېر پاکستاني او بهرنیو تعليمي ادارو لوړې زدکړې کړې او د ۲۰۱۲ کال مارچ کې د لاهور عالي محکمه کې د قاضي په توګه وګومارل شو.

نوموړې د اساسي قانون، مالیې او بشري حقونو چارو ماهره ده.

د لاهور عالي محکمې وېبپاڼې له مخې نوموړې د پاکستان یو شمېر پوهنتونونو کې د بانکي قوانینو استادې دنده هم تر سره کړې او بریتانیا او اسټرالیا ته پاکستان کې د ښځو حقونو، طلاق او ماشومانو تحویل قضیو کې د قانوني سلا، مشورو لپاره بلل شوې ده.

مېرمن عایشه ملک له بېلا بېلو خیریه ټولنو سره د بیوزلۍ ختمولو او مایکرو فنانسنګ یا کوچنیو پانګونو برخه کې هم همکاري کړې.