د پاکستان ستره محکمه کې د ښځينه قاضۍ د ټاکنې هرکلی شوی

د ویډیو تشریح، د پاکستان ستره محکمه کې د ښځينه قاضۍ د ټاکنې هرکلی شوی
د خپرېدو وخت

د پاکستان سوپريم کورټ يا سترې محکمې قضايه پلاوي کې د يوېښځينه قاضۍ عايشه ملک ټاکنه منل شوې ده.

دا مخکې د لاهور هايي کورټ يا لوړې محکمه کې قاضۍ وه، چې سوپريم کورټ کې یې دا ټاکنه تاريخ کې بې مخينه بلل کېږي.

د ښځو د حقونو فعالانو دا ټاکنه يو پړاويز پرمختګ بللی دی. خو پاکستان کېیې د دغه هېواد قضايه کمېشن له خوا سترې محکمي لپاره د قاضيانو منلوپه اړه پوښتنې راپورته شوې دي.

رحمان الله پرې له پېښوره راپور لري.