افغانستان کې د طالبانو لخوا د نجونو پر ثانوي زدکړو د بندیز سل ورځې پوره شوې

د عکس سرچینه، Reuters
د افغانستان ګڼو ولایتونو کې د ثانوي ښوونځیو نجونې زدکوونکې نن د سلمې ورځې لپاره په کور ناستې دي او د طالبانو لخوا لا هم اجازه نه ده ورکړل شوې چې ښوونځیو ته ستنې شي.
نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو ډلو په دې موده کې بیا بیا پر طالبانو غږ کړی چې نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړي، خو دې ډلې لا دې لړ کې کوم جدي ګام نه دی پورته کړی.
طالب چارواکو مخکې نه منله چې د نجونو پر ثانوي زدکړو ښکاره بندیز لګول شوی او استدلال یې کاوه چې د 'مناسبو شرایطو برابرېدو' سره به ټولې نجونې ښوونځیو ته ستنې شي.
خو د طالبانو د ښوونې مرستیال وزیر عبدالحکیم همت دې وروستیو کې له بي بي سي سره په یوه مرکه کې تایید کړه چې د ثانوي ښوونځیو نجونو ته به تر هغه د زدکړو اجازه ورنکړل شي چې په نوي کال کې ورته د زدکړو یوه نوې تګلاره جوړه شوې نه وي.
تر اوسه مالومه نه ده چې د طالبانو لخوا د نجونو زدکړو لپاره د نوې تګلارې جوړېدو او د مناسبو شرایطو برابرېدو برخه کې څومره پرمختګ شوی دی.
که څه هم ګڼو ولایتونو کې نجونې له ثانوي زدکړو بې برخې دي، خو ځینو سیمو کې سیمه ییزو طالبانو سره د خبرو په پایله کې د نجونو ثانوي ښوونځي پرانستل شوي دي.

د عکس سرچینه، Reuters
په مزار شریف کې یوې سرښوونکې بي بي سي ته ویلي، دغلته هېڅ کومه ستونزه نشته او نجوني کولای شي چې د زدکړو لپاره ښوونځیو ته لاړې شي.
خو له همدې ښاره یوې زدکوونکې بیا بي بي سي ته ویل چې یوه ډله وسله وال طالبان نجونو ته وايي چې سرونه او خولې یې باید پټې وساتي چې له امله یې دریمه برخه نجونې اوس ښوونځيو ته نه ځي.
طالبانو په تېره سپتمبر میاشت کې افغانستان کې هلکانو ته اجازه ورکړه چې بېرته ښوونځيو ته ستانه شي، خو د نجونو یادونه یې ونکړه.
په دریو ولایتونو کې دریو سرښوونکو بي بي سي ته ویلي، دوی هغه مهال د نجونو ښوونځي هم پرانستي وو، خو یوه ورځ وروسته ورته سیمه ییزو طالبانو ویل چې د نجونو ښوونځي بېرته وتړي او هېڅ دلیل یې هم وړاندې نه کړ.
افغان طالبانو په تېره اګست میاشت کې پر ټول هېواد تر ولکې وروسته خپل حکومت او سرپرسته کابینه اعلان کړه، خو لا یې حکومت د هېڅ بهرني هېواد لخوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.
نړیواله ټولنه وایي، که طالبان غواړي چې په رسمیت وپېژندل شي نو لومړی باید یو لړ شرطونه ومني، چې پکې د نجونو د زدکړو او د ښځو د کار اجازه اساسي شرطونه بلل کېږي.














