ایران کې د حیدر قرباني اعدام؛ کم ساري حکومت ضد احتجاجونه شوي

د حیدر قرباني اعدام سزا پر ضد پر خواله رسنیو یو شمېر کمپاینونه وشول
د عکس تشریح، د حیدر قرباني اعدام سزا پر ضد پر خواله رسنیو یو شمېر کمپاینونه وشول
د خپرېدو وخت

په ایران کې یوه کمسارې پېښه کې احتجاجیانو د هغه کردي سړي د کور مخې ته حکومت ضد شعارونه ورکړل، چې اعدام شوی دی.

احتجاجیان د کردستان ایالت په کامیاران ښار کې د حیدر قرباني کور مخې ته د احتجاج لپاره یو ځای شوی وو او نوموړی یې شهید وباله.

پر ښاغلي قرباني چې ۴۸ کلن و، د سپاه پاسداران انقلاب اړوند دریو کسانو د وژلو تورونه لګېدلي وو.

نوموړي پر ځان لګېدلي تورونه ردول او د بشري حقونو فعالانو هغه یو سیاسي زنداني باله.

پر ښاغلي قرباني د ایراني کردستان دیموکراتیک ګوند غړیتوب درلودلو تور هم لګېدلی و، چې له ایرانه بهر تشکیلات لري او د ایراني کردانو لپاره د زیات واک غوښتنه کوي.

نوموړی د یکشنبې پر ورځ د ایران په شمال لویدیځ کې د سنانداج زندان کې اعدام شو.

د سږ کال لومړیو کې چې د ایران سترې محکمې د نوموړي سزا تایید کړه، په ایران کې د خواله رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو څو ځله د هغه سزا خلاف کمپاین وکړ.

د بشري حقونو فعالانو په وینا له حیدر قرباني د فشار او ځورونې پایله کې بې بنسټه اعتراف اخیستل شوی
د عکس تشریح، د بشري حقونو فعالانو په وینا له حیدر قرباني د فشار او ځورونې پایله کې بې بنسټه اعتراف اخیستل شوی

د بشري حقونو فعالان ادعا کوي چې له نوموړي د شکنجې پایله کې بې بنسټه اعتراف اخیستل شوی، او د مدافع وکیل موندلو له حقه محروم شوی و.

په تېره سپتمبر میاشت کې ملګرو ملتونو هم له ایرانه وغوښتل چې ښاغلي قرباني ته د اعدام اورول شوې سزا لغوه کړي.

په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو چارو ماهرینو په وینا ''ستونځه دا ده چې محکمې په هغو قضیو کې هم د اعدام سزا ورکوي چې نه یوازې د شفافې محاکمې له نړیوال معیاره سرغړوونه ده، بلکې له ځايی قانون سره هم سمون نه لري. ''

د بښنې نړیوال سازمان هم له تهرانه غوښتي و چې د هغه ''سزا لغوه کړي او د شفافې محاکمې زمینه ورته برابره کړي. ''

ایران په دا وروستیو کلونو کې له چین پرته د نړۍ بل هر هېواد پرتله ډېر کسان اعدام کړي دي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، ایران کې یوازې د ۲۰۲۰ کال اوږدو کې ۲۴۶ کسان اعدام شوي او ''په دې هېواد کې د مخالفینو، احتجاجیانو او لږکیو اړوند کسانو پر ضد د اعدام سزا د وسلې په توګه کارول کېږي او شمېر یې هم په زیاتېدو دی. ''