پڼټاګون: افغانستان کې داعش ډله په ۶ میاشتو کې پر امریکا د برید وړتیا موندلی شي

د خپرېدو وخت

د امریکا د دفاع وزارت یوه جکپوړي چارواکي د امریکا کانګرس ته ویلي چې د امریکا استخباراتي ادارو ارزونه کړې چې په افغانستان کې اسلامي دولت نومې ډله یا داعش تر شپږو میاشتو پورې د دې وړتیا پیدا کولای شي چې پر امریکا برید وکړي او نیت لري چې دا کار وکړي.

د رویټرز خبري آژانس د رپوت له مخې د پالسۍ په برخه کې د امریکا د دفاع وزارت مرستیال کولن کاهل د امریکا کانګرس ته ویلي: ''استخباراتي ادارو ارزونه کړې چې هم د داعش خراسان څانګه چې په افغانستان کې فعالیت کوي او هم القاعده ډله د دې نیت لري چې د امریکا په ګډون په ځینو هېوادونو کې بریدونه وکړي خو اوس مهال یوه ډله هم د برید کولو وړتیا نه لري. ''

د نوموړي په وینا د داعش خراسان څانګه کولای شي چې په بهر کې د برید کولو وړتیا له شپږو نه تر ۱۲ میاشتو پورې موده کې پیدا کړي.

په داسې حال کې چې امریکا تېر اګست میاشت کې په افغانستان کې خپله دوه لسیزې اوږده جګړه پای ته ورسوله د ښاغلي کاهل دا څرګندوني یوه تازه یادونه ده چې افغانستان ښايي لا هم امریکا ته د ملي امنیت په برخه کې جدي اندېښنې راولاړې کړي.

د امریکا په کانګرس کې د وسله والو ځواکونو کمېټې ته د معلوماتو د ورکړې پرمهال ښاغلي کاهل زیاته کړه:

''تراوسه هم دا روښانه نه ده چې آیا طالبان په موثره توګه د اسلامي دولت نومې ډلې سره د مبارزې وړتیا لري کنه خو دا زموږ ارزونه ده چې طالبان او د داعش خرسان څانګه د یو بل دښمنان دي او طالبان هڅول شوي چې پرضد یې مبارزه وکړي خو دا چې وړتیا یې لري کنه باید مشخصه شي. ''

د پالسۍ په برخه کې د امریکا د دفاع وزارت مرستیال کولن کاهل اټکل وکړ چې اسلامي دولت نومې ډله په افغانستان کې ''یو څو زره '' کسان لري.

دغه راز ښاغلي کاهل وویل چې په افغانستان کې القاعده هم یوه پیچلې ستونزه ولاړه کړې او له طالبانو سره اړیکې لري.

د نوموړي په وینا ښايي القاعده د یو یا دوه کالو په موده کې د دې وړتیا ومومي چې له افغانستان بهر د امریکا پرضد برید وکړي.

هغه زیاته کړه چې د اسلامي دولتي نومې ډلې او القاعدې مخه باید ونیول شي او باید پرېنښودل شي چې پر امریکا د برید کولو وړتیا ومومي.

هغه وویل : ''موږ باید د هغوي په مخنیوي کې محتاطه اوسو. ''

خو امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ځواکونو له لرلو پرته د القاعدې او اسلامي دولتي نومې ډلې پیدا کول او د هغوی مخه نیول ستونزمن دي.

اوس مهال بې پیلوته الوتکې (ډرون) چې کولای شي اسلامي دولت نومې ډله او القاعده په افغانستان کې په نښه کړي له خلیج نه الوتنې کوي.

امریکا په افغانستان کې د خپل پوځي حضور پرمهال له طالبانو سره د جګړې ترڅنګ د اسلامي دولت نومې ډلې او له القاعده پرضد هم مبارزه کوله.

دغه راز ښاغلي کاهل دا هم وویل چې امریکا د افغانستان له کوم ګاونډي هېواد سره موافقې ته نه ده رسېدلې چې امریکايي ځواکونو ته په خپله خاوره کې ترهګرۍ ضد چارو په موخه ځای ورکړي.

د یادونې ده چې اسلامي دولت نومې ډلې د امریکايي ځواکونو له خوا له افغانستانه د یو شمېر افغانانو د ایستلو پرمهال او په دا وروستیو کې پر شیعه ګانو خونړي بریدونه کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش په دا وروستیو کې په جلال آباد کې د طالبانو له یوه غړي نه سر هم پرې کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان وايي چې له اسلامي دولتي نومې ډلې سره د مبارزې وړتیا لري او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ویلي دي چې له اسلامي دولتي نومې ډلې ستونزه به هواره شي او د افغانستان خاوره به د بل هېواد پرضد برید لپاره نه کارول کېږي.

دغه راز د امریکا ولسمشر جوبایډن هم ویلي چې له افغانستانه د رامنځ ته کېدونکو ګواښونو پر وړاندې به محتاط وي او د القاعده او اسلامي دولتي نومې دلې له خوا د ګواښونو په اړه به استخباراتي معلومات ټولوي.