افغانستان کې د داعش فعالیت؛ دا ډله طالبانو ته څومره خطر پېښولی شي؟

    • Author, بي بي سي مانیټورینګ
    • دنده, نړۍ د رسنیو له نظره یې
  • د خپرېدو وخت

د اسلامي دولت نومې وسله والې ډلې اونیزه خپرونه النبأ پر طالبانو د دې ډلې د بریدونو خبرونه په ویاړ خپروي. دې خپرونه کې ادعا شوې چې دې ډلې د سپتمبر له ۱۸ نېټې راهیسې افغانستان کې پر طالبانو ۳۱ بریدونه کړي دي. په دې کې یو ځانمرګی برید او د یوه کس د مرۍ غوڅول هم شامل دي، د بریدونو دا لړۍ په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د تاوتریخوالي یوه نوې څپه ده.

طالبانو دا بریدونه په کابل او ختیځو سیمو کې چېرته چې اسلامي دولت ډلې ډېر بریدونه کړي، د دې ډلې د شک لاندې غړو په نیولو او وژلو ځواب کړي دي.

پر کابل د طالبان له ولکې څلور ورځې وروسته د تېر اګست میاشتې پر ۱۹ اسلامي دولت ډلې خبرداری ورکړ چې وسله وال یې افغانستان کې د دوی په وینا د ( جهاد ) نوی څپرکی پیلوي. د بریدونو د تازه پیل شوې لړۍ نه داسې ښکاري چې د همدې خبرداری په پایله کې کیږي.

دې جهادي ډلې چې افغانستان او پاکستان کې د خراسان ولایت په نوم فعالیت کوي، واک ته د افغان طالبان رسېدل له امریکا سره د افغان طالبانو د جوړجاړي پایله بللې او ادعا یې کړې چې طالبان په سیمه کې د جهادیانو پرضد د امریکا اجنډا پلي کوي په تېره د هغو ډلو پر وړاندې چې د امریکا پرضد دي.

د طالبانو کمزوري کول

واک ته د طالبانو پر رسېدو اسلامي دولت ډله په غوسه ده. د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو کې طالبانو د داعش ډلې په ځپلو کې لوی رول درلود. په دې سره دا امکان شته چې د اسلامي دولت نومې ډلې د بریدونو دا نوې څپه د دې لپاره پیل شوي وې چې افغانستان کې د ثبات لپاره د طالبانو هڅې کمزورې کړي.

طالبان بهرنۍ پانګونه او مرستندیه ټولنې هڅوي چې افغانستان کې خپل فعالیت پيل کړي، هغه څه چې د ثبات په پایله کې ممکن دي خو اسلامي دولت ډله نه غواړي طالبان چې د دوی سیاله ډله ده دې موخې ته ورسیږي.

نوي عملیات

د سپټمبري پر ۱۸مه اسلامي دولت ډلې د طالبان له واکمنۍ وروسته خپل لومړی ځانمرګی برید وکړ. پر کابل هوايي ډګر د دې ډلې د ځانمرګي او راکټي برید چې د اګست پر ۲۶مه او ۳۰مه وشول اصلي موخه طالبان نه وو.

د سپټمبر پر اتلسمه د دې بریدونو د لړۍ له پیله اسلامي دولت ډلې ۳۱ بریدونه کړي دي. ډېر بریدونه د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې شوي دي چې چېرته چې د ا ډله تر نورو سیمو ډېره فعاله ده.

د دې بریدونو له ډلې ۲۱ یې په ننګرهار ولایت کې، څلور بریدونه په کونړ، د یوه ځانمرګي بریدو په ګډون درې په کابل کې او درې بریدونو په پروان ولایت کې شوي دي.

د بریدونو د نوعیت له پلوه په دې ډله کې شل د سړک غاړي ماینونه دي چې د طالبانو موټرې او ګزمې یې په نښه کړي په دې پېښو کې اته ځایه له چاودنې وروسته ډزې هم شوي دي.

په تکتیکونو او هدفونو کې یو څو استثناګانې وې.

اسلامي دولت ډلې په کابل کې د اکتوبر پر دریمه د طالبانو فاتحې په مراسمو کې ځانمرګی برید وکړ. دې ډلې د اکتوبر پر شپږمه په ننګرهار کې له یوه طالب وسله واله د سر غوڅولو او د سپټمبر پر ۲۷مه یې په کابل کې د تېلو پر یوه ټانکر چې دوی وویل د طالبانو وو، د نښلول شوي بم پرمټ د چاودنې ادعا وکړه.

اسلامي دولت ډلې ادعا کړې چې د سپټمبر له ۱۸مې نېټې راهیسې د دوی بریدونو کې ۶۵ طالب وسله وال وژل شوي او له ۵۰ زیات ټپيان شوي دي.

د طالبانو غبرګون

داسې ښکاري چې طالبان د اسلامي دولت ډلې د ګواښ په اړه محتاطانه چلن کوي. له یوې خوا طالبان قصدا نه غواړي دې ډلې ته ډېر پام واړوي، یوازې د پېښو پرمهال د خپلې دې وسله والې سیالې ډلې په اړه څرګندونې کوي.

په سپټمبر کې د طالبانو ویاند وویل چې اسلامي دولت ډله هېواد ته یو ګواښ نه دی ځکه د ده په وینا ملاتړ نه لري. ذبیح الله مجاهد ټینګار وکړ چې طالبان د دې ډلې د له منځه وړلو لپاره تکتیکونه او امکانات لري.

خو کله چې طالبان د اسلامي دولت ډلې په اړه خبرې کوي هڅه کوي وښيي چې د دې ډلې پر وړاندې غوڅ دریځ لري.

په دا تېرو څو ورځو او د سپټمبر وروستیو کې طالبان وویل چې په کابل او ننګرهار کې یې د اسلامي دولت ډلې پر مرکزونو عملیات کړي، څو تنه یې نیولي او د دې ډلې څو نور غړي یې نیولي دي.

د رپوټونو د اکتوبر پر پنځمه طالبانو له مخې د اسلامي دولت ډلې څلور غړي نیولي دي.

په کابل کې د طالب چارواکو د فاتحې پر مراسمو له ځانمرګي برید وروسته طالبانو وویل چې د اسلامي دولت ډلې پنځه غړي یې د کابل په اولسمه ناحیه کې وژلي، ۱۱ یې نیولي او مرکز یې په بشپړ ډول ویجاړ کړی دی.

د اسلامي دولت ډلې د بریدونو د لومړۍ څپې په غبرګون کې طالبانو د دې ډلې د ځپلو لپاره په سپتمبر کې د عملیاتو خبره وکړه.

د سپټمبر پر ۲۳مه د افغانستان دولتي خبري اژانس باختر خبر ورکړ چې طالب وسله والو د اسلامي دولت ډلې درې غړي د جلال آباد په اخوندزادګانو سیمه کې و ژلي دي.

د آریانا خصوصي تلویزیون د رپوټ له مخې څو ورځې وړاندې طالبانو وویل چې د سپټمبر پر ۱۸مه او ۱۹مه جلال آباد کې د شویو بریدونو په تړاو یې ۴۰ تنه په ننګرهار ولایت کې نیولي دي.

که طالبان وکولی شي د اسلامي دولت ډلې د بریدونو مخه ونیسي او د دې ډلې له خوا د تاوتریخوالي د پیل شوې څپې مخه ډب کړي نو دا به د طالبانو د هغې ادعا مصداق وي چې دوی د دې هېواد نوي حاکمان دي او کولي شي دې جګړه ځپلې هېواد کې ټيکاو او سوله راولي.