چین له افغانستان سره د ۳۱ میلیونو ډالرو په ارزښت بیړنۍ مرستې وړاندیز وکړ

د عکس سرچینه، Getty Images
چین له افغانستان سره د ۳۱ میلیونو ډالرو په ارزښت د خوراکي توکو او کورونا ضد واکسین په ګډون د توکو مرستې ژمنه وکړه.
د دې مرستې ژمنه وروسته له هغه وشو چې بیجینګ ویل چمتو دی چې د طالبانو له حکومت سره اړیکې وساتي.
د چین حکومت ویلي په افغانستان کې د سرپرست حکومت جوړول د ''نظم ساتلو لپاره مهم ګام و. ''
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ اي له افغانستان سره د دې مرستې اعلان پرون چهارشنبه (د سپتمبر اتمه نیټه) د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو پاکستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره په غونډه کې وکړ.
نوموړي دغه راز د افغانستان پر یادو شویو ګاونډیو هېوادونو هم غږ وکړ چې له افغانستان سره مرستې وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر دغه راز وویل چې هېواد به یې افغانستان ته د کوېډ-۱۹ ضد ۳ میلیونه ډوزه واکسین هم ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې چین له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو نیوکې کولې او ویل یې چې دا چاره به افغانستان ته ډېر زیان واړوي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي ''امریکا د افغانستان خلکو ته پر افغانستان د یرغمل له لومړي ورځې راهیسې بیا له افغانستانه د وتلو تر وروستیو دقیقو پورې جدي زیان اړولی دی. ''
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین ویلي ''هغه څه چې امریکا په افغانستان کې په تېرو دوو لسیزو کې وکړل ښيي چې د پوځي ظالمانه یرغمل او هغو هڅو یوه بیلګه ده چې خپل ایډیالوژي او معیارونه په کې پر نورو تحمیلوي. ''
طالبانو چین د افغانستان مهم متحد بللی او هیله من دي چې چین به نه یوازې په افغانستان کې پانګونه وکړي بلکې د جګړه ځپلې افغانستان په بیا رغونه کې به هم مرسته وکړي.
بیجنګ له طالبانو سره د ښو اړیکو ټینګولو په خاطر جدي هڅې کړې دي.
ان پر افغانستان د طالبانو له بشپړ کنترول دمخه یې د تېر جولای په میاشت کې د ګاونډیو هېوادونو یوه غونډه جوړه کړې وه چې په ترڅ کې یې نه یوازې له افغانستان سره د اقتصادي مرستې وړاندیز وکړ بلکې ټینګار یې وکړ چې افغانستان باید د ترهګرو د پناه ځای په توګه ونه کارول شي.

د عکس سرچینه، Reuters
تر دې وړاندې د رویټرز خبري اژانس د یوه رپوټ له مخې د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبن ویلي و چې هېواد یې د افغانستان د خاورې تمامیت، ثبات او خپلواکۍ ته درناوی کوي.
ښاغلي وینبن په یوه خبري غونډه کې یوې پوښتنې ته ځواب کې وویل، چین هیله لري چې نوي افغان چارواکي به د ټولو لوریو پر غوښتنو غور وکړي، چې د خپلو خلکو هیلې او د نړیوالې ټولنې تمه پوره کړي.
څو ورځې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې دوی له نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې غواړي او د ټولو هېوادونو د بشري مرستو هرکلی کوي، خو د دې مرستو په بدل کې هېڅ ډول شرطونه نه مني.
ښاغلي مجاهد ویلي وو ''که کوم هېواد فکر کوي چې د مرستو بدل کې موږ ته هدایات راکړي نو موږ دا خپلو چارو کې لاسوهنه بولو. ''





















