"چین افغانستان ته ۴ لکه ډوزه د کورونا واکسین ورکوي"

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چین ورسره د څلور سوه زره ډوزه کورونا واکسین مرسته کوي. کابل کې د چین سفیر وانګ یو د افغانستان د عامې روغتیا له چارسمبالي وزیر وحید مجروح سره په لیدنه کې د دې مرستې خبر ورکړی دی.
چین له دې وړاندې افغانستان سره د دوه لکه ډوزه واکسین مرستې ژمنه کړې وه.
خو اوس د عامې روغتیا وزارت وایي چې چین دا مرسته دوه چند کړې او ټولټال به افغانستان ته ۴ لکه ډوزه د کورونا واکسین ورکوي.
چین به دویم هېواد وي چې افغانستان ته د کورونا ضد واکسین ورکوي. له دې وړاندې هند هم افغانستان ته پنځه لکه ډوزه د کورونا ضد واکسین ورکړی.
همدا راز د روغتیا نړیوال سازمان هم ژمنه کړې ده چې د واکسین د وېش نړیوال پروګرام (کوواکس) له مخې به افغانستان ته ۱۶ میلیونه ډوزه د کورونا واکسین ورکوي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي دوی د کابل په هوايي ډګر کې د پنځه میلیونه ډوزه او په ټول هېواد کې بیا د ۳۰ میلیونه ډوزه واکسین د ساتلو وړتیا لري او هم کولای شي په پنځلس ورځو کې د افغانستان ۶۰ سلنه وګړي واکسین کړي.
افغانستان کې د واکسین لګولو بهیر

د عکس سرچینه، ARG
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت وايي په دغه هېواد کې د کورونا وبا د واکسین د لړۍ له پیله تر دې دمه څه باندې اته زره دوه سوه روغتیايي کارکوونکو ته واکسین لګول شوی او لا هم په ټولو ولایتونو کې دغه چاره روانه ده.
د دغه وزارت یو ویاند ډاکټر میرویس علیزی وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له درې زرو څخه زیاتو کسانو ته دغه واکسین لګول شوی دی.
په افغانستان کې د کورونا واکسین کابو یوه اونۍ وړاندې پیل شوی دی. دا له افغانستان سره د هند پنځه زره ډوزه مرسته شوی واکسین دی چې اوس یې د تطبیق بهیر روان دی.
د عامې روغتیا وزارت وايي، لومړی به روغتیايي کارکوونکي، خبریالان او امنیتي ځواکونه واکسین کېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان د لارښونو پر بنسټ د کرونا واکسین له اتلس کلونو لوړ عمر لرونکو ته ورکول کیږي.




















