یوناما: افغانستان د اداري فساد ضد مثبت ګامونه اخیستي، خو لا ډېر څه پکار دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت "یوناما" نن چارشنبه د اګست ۴مه د اداري فساد ضد پنځم کلنی رپوټ خپور کړی دی.
دغه رپوټ چې " د فساد پر وړاندې د افغانستان مبارزه: روڼتیا، امانتداري او حساب ورکول زیاتوي" په نوم خپور شوی افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې د روانو هڅو ډیرول اړین بولي.
دغه رپوټ کې موندل شوې که څه هم افغانستان په فساد ضد مبارزه کې د حقوقي او بنسټیزو چوکاټونو د جوړولو له لارې مثبت ګامونه اخیستي، خو لا هم د روڼتیا، امانتدارۍ او حساب ورکولو د ډېرېدو په څېر ګڼې نیمګړتیاوې پر ځای پاتې دي.
دغه راپور کې د ۲۰۲۰ کال له جنورۍ د ۲۰۲۱ کال تر مې پورې د افغان حکومت فساد ضد هڅو او اقداماتو ته پام شوی دی.
په رپوټ کې راغلي چې حکومت دې موده کې د اداري فساد پر ضد د اصلاحاتو ملاتړ ته دوام ورکړی، خو د کوويډ - ۱۹ وبا ناوړه اغېز، د سولې روانو خبرو او د نړیوالو ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته د تاوتریخوالي زیاتېدو د دغو اصلاحاتو چټکتیا ورو کړې ده.
د یوناما رپوټ کې د بېلګې په توګه د افغان حکومت لخوا د ۲۰۲۰ کال نومبر کې د ملګرو ملتونو له فساد ضد کنوانسیون سره سم د فساد پر ضد د کمیسیون جوړیدل دې برخه کې یو ښه پرمختګ بلل شوی.
یوناما وايي: "دا ډول اداره دا وړتیا لري چې د فساد پر وړاندې اصلاحاتو ته وده ورکړي، خو په دې شرط چې خپلواکي یې ډاډمنه او دا وړتیا ولري چې خپلې دندې په بشپړ ډول ترسره کړي."
افغانستان د ملګرو ملتونو د فساد ضد کنوانسیون- چې نړۍ کې له فساد سره د مبارزې برخه کې یوازنۍ الزامي قانوني وسیله ګنل کېږي- ۲۰۰۸ کال کې تصویب کړ.
د ملګرو ملتونو ډیر غړي هېوادونه د دغه کنوانسیون غړیتوب لري.
دغه رپوټ کې همدا راز دې موده کې د افشاګرو د خوندیتوب لپاره د نویو قوانینو تصویب ته په اشاره ویل شوي چې په اغیزناک ډول عملي کېدل به یې له فساد سره مبارز پیاوړې کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
یوناما همدا راز د فساد ضد ځانګړې محکمې (له اداري فساد سره د مبارزي عدلي او قضايي مرکز) لخوا د فساد ډېرو دوسیو ته رسيدنه تائیدوي او وايي د فساد اړوند جرمونو د کمولو لپاره د سترې محکمې رول مهم دی.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز ویلي: " له فساد سره اغیزناکه مبارزه د دولت د رواتوی ا مشروعیت له زیاتیدو، سوکالۍ او ټیکاو سره مله ده."
یوناما وايي کله چې په حقوقي او بنسټیز چوکاټ کې پرمختګ کېږي، نو ترڅنګ یې باید د څارنې او ارزونې د میکانیزمونو د پیاوړتیا، د عامه بودیجې د تنظیم، د عوایدو د مدیریت، د روڼتیا زیاتوالي، ریښتینولی او له مجازاتو د نه خوندیتوب برخو کې هم دوامداره هڅې وشي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت وايي پاتې ننګونو ته د رسېدو لپاره چمتو دي چې " له افغانستان سره د فساد ضد مبارزه کې د اصلاحاتو ملاتړ ته دوام ورکړي."
یوناما وړاندیزوي چې اوس باید د شویو اصلاحاتو اغېز وارزول شي او د څارنې او ارزونې د میکانیزمونو د پیاوړتیا له لارې د پاتې تشو د ډکولو لپاره کارنده او ریښتینې هڅې زیاتې شي.
د یوناما رپوټ کې د فساد افشاء کېدو او د روڼتیا ډېرېدو کې د رسنیو او مدني بنسټونو رول مهم ګڼل شوی او افغانستان کې په فساد ضد مبارزه کې له ښکیلو بنسټونو غوښتل شوي چې د رسنیو او مدني ټولنو ښکیلتیا او ملاتړ ته دوام ورکړي.
دغه رپوټ کې همدا راز د افغانستان دولت ته سپارښتنه شوې چې پر خبریالانو د بریدونو زیاتېدو ته په پام سره دې رسنۍ وساتي.
د یوناما د رپوټ پای کې ټول افغانان هڅول شوي چې پر فساد د برلاسۍ لپاره د زړه له تله پراخو هڅو ته ژمن پاتې شي او د فساد اصلي جرړې دې وباسي.




















