امریکا ته د روسیې خبرداری؛ "د مرکزي اسیا هېوادونو ته پوځیان مه رالېږئ"

د عکس سرچینه، Getty Images
روسیه وايي امریکا ته یې جدي خبرداری ورکړی چې د منځنۍ آسیا په هېوادونو کې خپل نظامي ځواکونه ځای پر ځای نه کړي، او د امریکا لخوا داسې هر ډول پلان به مسکو ته د منلو وړ نه وي.
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان سره سم څه موده وړاندې داسې رپوټونه خپاره شول چې ګواکې امریکا د سیمې کوم بل هېواد کې د پوځي اډو په لټه کې دی.
په دې لړ کې د پاکستان په بلوچستان کې هم د امریکایي پوځیانو د مېشتېدو خبره کېدله، خو وروسته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په زغرده وویل چې پر خپله خاوره امریکا ته پوځي اډې نه ورکوي.
اوس روسیې هم په دې اړه خپله اندېښنه ښودلې او د افغانستان په شمالي ګاونډیو هېوادونو کې د امریکایي پوځیانو له مېشتېدو سره یې مخالفت څرګند کړی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر مرستیال سرګي ریابکوف ویلي دغه پیغام په جینوا کې د روسیې او امریکا د مشرانو په لیدنه کې ښاغلي بایډن ته لیږدول شوی دی.
ښاغلي ریابکوف ویلي د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د امریکايي ځواکونو ځای پر ځای کول د منلو وړ نه دي. د ښاغلي ریابکوف په خبره روسیې همدغه خبرداری د منځنۍ اسیا هېوادونو ته هم ورکړی دی.
د دوشنبې په ورځ د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم ټینګار کړی و چې قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان د ټولیز امنیت سازمان غړي دي او د دغو هېوادونو په خاوره کې د هر ډول بهرنیو ځواکونو حضور باید د دغه سازمان لخوا تایید شي.
د امریکا دریځ څه دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
یاده دې وي چې د امریکا حکومت تر دې دمه رسماً نه ده منلې چې د منځنۍ اسیا په کوم هېواد کې د پوځي اډو په لټه کې دی.
افغانستان کې د امریکایي پوځیانو نوي قومندان جنرال مېک مېکنزي دوشنبه کابل کې یوې غونډې ته وویل، له دې وروسته به دی له قطره په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه قومانده کوي.
نوموړي ټینګار وکړ چې په راتلونکي کې به د دوی د ماموریت یو مهم هدف د ترهګرۍ پر ضد جګړه وي او هېچا ته به اجازه نه ورکوي چې له افغانستانه امریکا او متحدینو ته یې ګواښ پېښ کړي.
بل لور ته د امریکا ولسمشر جو بایډن هم تېره اوونۍ یو ځل بیا له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو ننګه وکړه او د سیمې پر هېوادونو یې غږ وکړ چې باید د افغان کشالې هواري کې خپل رول ولوبوي.
خو روسیه په دې باور ده چې په تېرو شلو کالو کې د ترهګرۍ پر ضد د امریکا جګړه ناکامه وه او د پوځیانو بې وخته وتل به یې افغانستان او سیمه بې ثباته کړي.
روسیې وار د مخه اعلان کړی چې د مرکزي اسیا هېوادونو امنیت ورته مهم دی، او که له افغانستانه دې سیمې ته کوم ګواښ پېښېږي نو ګاونډي هېوادونه د روسیې پر پوځي مرسته حساب کولی شي.



















